د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو بندیز په نړیواله کچه غندل شوی


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) دا اونۍ په ننګرهار ولایت کې د طالبانو له خوا په دغه دفتر کې کار ته د میرمنو د نه پریښودلو په اړه اندیښنه وښوده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) دا اونۍ په ننګرهار ولایت کې د طالبانو له خوا په دغه دفتر کې کار ته د میرمنو د نه پریښودلو په اړه اندیښنه وښوده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو وروستی بندیز د امریکایي چارواکو په ګډون د نړۍ د بیلابیلو مشرانو له خوا غندل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازې لینډا ټاماس ګرینفیلډ د طالبانو دا پریکړه "وحشتناکه او د نه منلو وړ" بللې او زیاته کړې یې ده چې امریکا د ملګرو ملتونو سره کار کوي څو د ځواب لپاره غوره لارې پیدا کړي.

ګرینفیلډ ویلي: "موږ له خپلو افغان شریکانو سره ډیر نږدې کار کوو او د هغه څه په وړاندې چې طالبان یې کوي، او د میرمنو د حذف هڅه کوي، مبارزه کوو. دا وحشتناکه او د نه منلو وړ ده."

ګرینفیلډ ویلي چې طالبان به پرې نښودل شي چې دغه ډول کړنو ته دوام ورکړي. هغې زیاته کړې: "موږ له پیله ویلي دي‌ چې د هغوی په اړه قضاوت به د هغوی د اعمالو له مخې کیږي، خو د هغوی کړنې ښکاره کوي چې نشي کیدای دا د یو مشروع عمل په توګه ومنل شي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د طالبانو دا پرېکړه "د شرم وړ" ګڼلې ده.

بلینکن ویلي د طالبانو دا پریکړه به زیانمن شوي افغانان چې بشري مرستو ته اړتیا لري، نور هم اغېزمن کړي. نوموړي ویلي چې له طالبانو غواړي افغانانو ته لومړیتوب ورکړي او خپله دا پرېکړه بدله کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، آمنه محمد، د طالبانو دا پرېکړه د اساسي بشري حقونو څخه سرغړونه بولي. هغه وايي: "ما د افغان ښځینه کارکوونکو سره ولیدل او هغوی د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو په ګډون د ملګرو ملتونو د کار لپاره ضروري دي. په ملي کچه یو شمیر همکارانو له وړاندې په خپل تګ راتګ د بندیزونو اغیزې تجربه کړي دي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال، رامیز الاکبروف په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، دا د هغو اقداماتو زیاتول دی چې تر دې وړاندې یې پر افغان میرمنو "ظالمانه او ویجاړونکې ضربه" وارده کړې ده.

هغه وویل: "دا یو نوی او ویجاړوونکی تشدید دی... د هغو وګړو د ملاتړ په برخه کې به زموږ ټولیزه توانایي کمزورې کړي چې د یو بې ساري بشري ناورین د تجربه کولو په حال کې دي. او دا کړکیچ تر ډیره پر میرمنو او نجونو متمرکز دی هغه چې ډیر زیان یې ګاللی دی."

د نړۍ مشران په داسې حال کې د طالبانو په دې پریکړه تند غبرګون ښيي چې ملګرو ملتونو څرګنده کړې چې طالبانو په رسمي ډول ورته ویلي چې میرمنو ته به نوره اجازه ورنکړل شي چې په افغانستان کې له یاد سازمان سره کار وکړي.

ملګرو ملتونو وروسته له هغه دا خبره وکړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) دا اونۍ په ننګرهار ولایت کې د طالبانو له خوا په دغه دفتر کې کار ته د میرمنو د نه پریښودلو په اړه اندیښنه وښوده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په ښکاره څه نه دي ویلي او نه یې هم کومه اعلامیه خپره کړې ده.

XS
SM
MD
LG