د لاس رسي وړ اتصالات

مهاجرت نړیواله اداره: د مرستې رسونې بهیر کې به د ښځینه کارکوونکو پرځای نارینه ونه ګمارل شي


.
.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې ((IOM رئیس انتونیو ویټورینو وايي، خلکو ته د بشري مرستو رسولو کې د ښځو ګډون ډیر ضروري دی او د مرستو په بهیر کې به نارینه د ښځو پر ځای ونه ګمارل شي.

ښاغلي ویټورینو د پنجشنبې د ورځې ناوخته اپریل شپږم ( حمل ۱۷) په یوه وینا کې د طالبانو د حکومت له خوا د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز په کلکه وغانده.

هغه وویل، چې افغانستان کې روان اقتصادي او بشري بحران ته په پاملرنې د طالبانو د حکومت دغه کړنلاره به په پام وړ ډول مرستو ته اړو خلکو ته د حیاتي مرستو د رسیدلومخه ونیسي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې د رئیس د وینا پر اساس د مرستو رسولو په چارو کې د ښځو ګډون یوازې یو اصولي ځواب نه دی، بلکې د عملیاتو د موثریت لپاره یوه اړتیا ده، ځکه چې ښځې ددغې ادارې د مرستو په رسولو کې په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته اساسي ونډه لري.

ښاغلي ویټورینو وویل: "مونږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو، چې هغوی په ټول هیواد کې په مصون ډول خپل فوق العاده کار دوام ته لاس رسی او ملاتړ ولري. د مهاجرت د نړیوالې ادارې او د ملګروملتونو ټولې ښځینه کارکوونکې، چې په ملي کچه ګمارلې شوې هغوی به خپل معاشونه په دوامدار ډول ترلاسه کړي او د ښځو پر ځای به سړي ونه ګمارل شي".

په تیرو نږدې دوو کلنو کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د اقداماتو او کړنلارو پواسطه په ټولنیز ژوند کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه ډیر زیات شوي او هغوی د ژوند له ټولو برخو څنډې ته ټیل وهل شوي دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته نجونې د منځنۍ دورې اوعالي زده کړو څخه محرومې شوي دي. همداشان د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر په ۲۴ ښځې په پوهنتونونو او په غیر دولتي موسسو کې د کارکولو څخه هم منع شوي دي.

په دې برخه کې په یوه تازه اقدام کې افغانستان لپاره د ملګروملتونومرستندویه پلاوي دفتر 'یوناما' د اپریل په څلورم ( حمل ۱۵) وویل، چې طالبانو د ننګرهار په ولایت کې د ملګروملتونو ښځینه کارکوونکې له کار څخه منع کړي دي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې رئیس همدارنګه ویلي: "وروستی ممنوعیت، د ښځو د حقونو په برخه کې یو بې سارې سرغړونه او د ملګروملتونو د امتیازاتو او مصونیتونو په برخه کې بشردوستانه اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده".

ښاغلي ویټورینو په باور هیڅ تل پاتې سوله او ثبات په ټولنیز ژوند، اقتصادي او سیاسي ډګر کې د ښځود فعال ګډون پرته ممکن نه دی.

د طالبانو د حکومت له خوا د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. افغانستان لپاره د جرمني سفارت په دې اړه تازه غبرګون ښودلی او د طالبانو دا اقدام یې غندلی دی.

دغه سفارت د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي دي:" دا پریکړه د ښځو د حقونو په برخه کې یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونو خلکو ژوند ګواښ سره مخ کوي".

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، چې ددغه هیواد څخه بهر فعالیت کوي هم په یوه اعلامیه کې د ملګروملتونو په ادارو کې له کارڅخه د ښځو منع کول ددغې نړیوالې ادارې لپاره یو " ستر سپکاوی" ګڼلی او ویلي دي، چې دغې پریکړې د ملګروملتونو ارزښتونو ته "سخته صدمه" رسولې ده.

ددغه کمیسیون په اعلامیه کې ویل شوي:" د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو د اهدافو او پروګرامونو څخه ملاتړ کوي د طالبانو له حکومت غواړي، چې په دې پریکړه دې له سره غور وکړي او هغه دې لغوه کړي".

د طالبانو له خوا د ملګروملتونو پر ښځینه کارکوونکو د تازه بندیز د پریکړې وروسته ملګروملتونو په افغانستان کې خپل ټول کارکوونکي د دوو ورځو لپاره رخصت کړي دي.

د ملګروملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، چې دا پریکړه یې د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو له خوا له کار څخه د ملګروملتونو د ښځینه کارکوونکو د منع کیدو وروسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG