د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان چین سره د ښو روابطو تمه لري، امریکا وايي روان وضعیت څاري


د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي د افغانستان له نویو حاکمانو سره د امریکا د متحده ایالتونو تعامل په داسې حال کې نا مشخصې مرحلې ته داخلیږي چې واشنګټن هڅه کوي څه باندې ۱۰۰ امریکایان چې تر اوسه هم په افغانستان کې پاتې دي، راوباسي.

په ورته وخت کې طالب چارواکو ویلي د هغوی نوی حکومت چې د جوړیدو په حال کې دی له چین او نورو ټولو هیوادونو سره به خپل روابط پیاوړي کړي.

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ د ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د یادې ډلې جګپوړو چارواکو له مهمو چینایي چارواکو سره خبري اتري کړي دي.

د طالبانو ددې چارواکي‌ په وینا د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي دي چې هغوی په کابل کې خپل سفارت ساتي، د دواړو هیوادونو اړیکي به د پخوا په پرتله ښې شي، افغانستان کولی شي د سیمې په پراختیا کې عمده رول ولوبوي او چین به له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.

خو فرانس پرس خبري آژانس راپور ورکړی چینایي چارواکو تر اوسه د طالبانو د ویاند ددغو ټویټونو په اړه تبصره نده کړې.

د طالبانو یو بل چارواکي‌ هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د یادې ډلې چارواکو له بریتانیا او جرمني سره ډیپلوماتیکې غونډې درلودلې دي. قطر او ترکیې هم چمتوالی ښودلی چې د کابل هوایي ډګر بیرته فعال کړي.

له دې هاخوا د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات اوسمهال د افغانستان وضعیت څاري‌ چې د افغانستان غیر انتخابي حکومت څنګه عمل کوي.

میرمن ساکي زیاته کړی، په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور له پای ته رسیدو سره سره، واشنګټن اوس هم داسې نفوذ لري چې د افغانستان پر نوې حکومت له هغه څخه کار واخلي. میرمن ساکي نړیوالو مارکیټونو ته لاسرسی او د افغانستان لپاره د مالي مرستو راټولول د امریکا د نفوذ په توګه یاد کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دي د فدرال حکومت هیڅ یو چارواکی، له جمهور رئیس څخه نیولې بیا د بهرنیو چارو، دفاع او استخباراتي ‌ادارو پورې نه وایي چې "طالبان ښه لوبغاړي دي او له همدې امله امریکا په رسمیت د طالبانو د پيژندلو لپاره بیړه نلري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس هم ویلي دي‌ چې واشنګټن به د افغانستان له نوې حکومت سره د مرستو د راټولولو په برخه کې محتاطانه چلند وکړي.

ښاغلي پرایس وویل: "د افغانستان له حکومت سره مرستې څیړل کیږي. اوس په داسې یو وضعیت کې یو چې نوی حکومت ندی جوړ شوی. په لومړۍ مرحله کې اړتیا لرو چې وګورو حکومت جوړ شي."

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي وویل چې د امریکا احتمالي مرستې به د افغانستان د راتلونکي حکومت د اعمالو پورې اړه ولري.

ښاغلي پرایس وویل په اوسنیو شرایطو کې د امریکا لومړيتوب دادی چې امریکايي اتباع او د هغوی افغان همکاران له افغانستان څخه وباسي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د میرمنو، نجونو او اقلیتونو په ګډون د افغانستان د خلکو حقونو ته درناوی ، ټول شموله حکومت ، داسې یو حکومت چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې ژمن پاتې شي او په نهایت کې نړیوال نورمونه رعایت کړي، دا هغه څه دي چې امریکا یې تر څار لاندې لري.

XS
SM
MD
LG