د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ترهګرو په ضد د طالبانو په همکارۍ شک لري


متحده ایالاتو په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې له ګواښ سره د مقابلې لپاره له طالبانو سره د کار کولو احتمال نه دی رد کړی، خو امریکایي چارواکو پدې اړه په احتیاط څرګندونې کړي.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي ۹) د خبریالانو سره په خبرو کې د داعش په وړاندې ګډې مبارزې ته په اشارې وویل چې "امکان شته" خو هغه یې د طالبانو د کړنو په بدلیدو پورې مربوط وګڼل.

ښاغلي میلي وویل: "نه پوهیږم چې د طالبانو راتلونکې څه ډول ده، خو د خپلو تیرو تجربو له مخې وایم چې دا [طالبان] یوه بې رحمه ډله ده، ولیدل شي چې هغوی تغییر کوي او که نه."

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستن، هم د داعش په وړاندې د طالبانو سره د کار کولو زمینه بې اهمیته وښودله او وویل: "د طالبانو سره په یو لړ معدودو موضوعاتو کار کوو او هغه هم پدې خاطر دي چې د توان تر حده زیات کسان [له افغانستان] راوباسو."

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د شل کلنې جګړې وروسته د باور نشتوالي سره سره ، پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به د داعش د خراسان څانګې په وړاندې په دریدو کې همکاري وکړي او که نه.

په هرصورت، د متحده ایالاتو سره د طالبانو همکاري ډیره ناممکن نه بریښي، دې ډلې په ښکاره ډول له افغانستان څخه د پوځي وتلو عملیاتو پرمهال همکاري وکړه. سربیره پردې ، متحده ایالات او طالبان دواړه داعش یو ګډ دښمن بولي.

پوره څه دپاسه یو کال دمخه، طالبانو د متحده ایالاتو په "خورا لږ ملاتړ" سره په ننګرهار او کونړ کې د داعش د خراسان څانګې پوستې ویجاړې کړې.

په هغه وخت کې، د متحده ایالاتو یو نظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په ننګرهار او کونړ کې د طالبانو او داعش تر منځ د نښتو پرمهال وضعیت تر څار لاندې و، او د هغه په وینا دا چې د داعش په مرکزونو باندې ځینې هوایي بریدونه شوي وو چې دا بریدونه "له طالبانو سره نه و همغږي شوي."

اوس چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان په کومې ساحې کنټرول نلري او طالبان پرته له پنجشیر او پروان او اندراب څو ولسوالیو څخه په ټول افغانستان کنټرول لري، ځینې پدې باور دي چې حتی که متحده ایالات یې وغواړي هم طالبان به له واشنګټن سره همکاري ته لیوال نه وي.

یو امریکایي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل: "چیرې چې دا [طالبانو] ته ګټور وي، هغوی به د داعش د خراسان څانګې پر ضد وجنګیږي ...هغوی به دا کار زمونږ د ګټې لپاره ونه کړي."

د متحده ایالاتو-طالبانو د تړون له مخې چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شو، طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د امریکا او لویدیځ پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو پلان او ترسره کولو لپاره ونه کارول شي. په هرصورت، د کابل تر نیولو او د داعش بندیانو د خوشې کیدو وروسته ددې ډلې کړنو شکونه راپورته کړي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان، کینیت مک کینزي تیره دوشنبه وویل: "زموږ اټکل دا دی چې شاید په افغانستان کې لږ تر لږه د داعش ۲۰۰۰ سرسخته جنګیالي شتون لري، چې ځینې یې له هغه زندانونو څخه خوشې شوي چې څو ورځې مخکې [د طالبانو له خوا] خلاص شوي وو."

ځینې استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې د طالبانو او داعش ترمینځ طبیعي دښمنۍ سره سره که دا د طالبانو د اجنډا په ګټه وي دا ډله به د داعش خراسان له څانګې څخه کار واخلي.

د استخباراتي چارواکو او د تروریزم سره د مبارزې ادارو لخوا ځانګړو اشاره هغو نښو نښانو ته ده چې طالبانو په تیرو وختونو کې د طالبانو تر چتر لاندې د نیمه خپلواکه حقاني تروریستي شبکې څخه په افغانستان کې په مستقیمو اهدافو د داعش د بریدونو پلان کولو او ترسره کولو لپاره کار اخیست.

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د تخلیلې په عملیاتو کې د همغږۍ سره سره د داعش خراسان څانګه وتوانیدله چې تیره پنجشنبه د کابل هوایی ډګر په دروازه کې یو وژونکی ځانمرګی برید ترسره کړي، چې شاوخوا ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر په کې ووژل شول.

په هرصورت، د اوس لپاره، امریکایی چارواکي لیواله دي چې له طالبانو سره د تماس کرښه خلاصه وساتل شي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویکتوریا نیولینډ د چهارشنبه په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ به هغه بحثونو ته دوام ورکړو چې زموږ، زموږ متحدینو او زموږ ملګرو په ګټه وي...هغوی [طالبان] ادعا کوي چې د افغانستان د کنترولولو وړتیا لري، وبه ګورو چې واقعا همداسې دي."

XS
SM
MD
LG