د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان بحث وکړ


د اروپا د ۲۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۲ ( وږې یولسمه) د سلوانیا په کرانچ ښار کې د مهاجرت، د کابل د تحولاتو او په نړۍ کې د چین په رول بحث وکړ.

اروپايي ټولنې له طالبانو سره د کار کولو په هدف بشري حقونو ته د درناوی او په هغه هیواد کې تر اوسه د بندو پاتې شویو کسانو د خوندي وتلو په ګډون یو لړ شرایط ایښې دي.

د رومانیا د بهرنیو چارو وزیر بوګډان ارسیکو وویل:‌"موږ باید دا اطمینان رامنځ ته کړو چې کولی شو بشري مرستې ورسوو. تاسې پوهیږئ چې د افغانستان څه باندې نیمایي نفوس بشري مرستو ته ضرورت لري."

په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو اکثریت وزیران ډیر ژر په اروپا کې د افغان کډوالو د کړکیچ د رامنځ ته کیدو په اړه اندیښنه لري خو هغوی ژمنه وکړه هر څومره چې امکان ولري په هماغه اندازه به کسان وباسي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جیپي کفوډ وویل:‌" اوسمهال موږ باید په لنډ وخت کې په دې تمرکز وکړو څنګه هغه کسان وباسو چې په تیرو څو اوونیو کې ونه ایستل شول. هغه افغانان چې له نړیوالې ټولنې ، زموږ له هیوادونو، ملګرو ملتونو ، اروپايي ټولنې ، ناټو سره یې کار کړی او همدارنګه بهرني اتباع چې له هغه هیواد څخه ندي‌ وتلي."

د لتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګبرالیوس لاندسبریګیس له اروپايي هیوادونو وغوښتل چې د مهاجرینو یوه کړکیچ ته چمتو ووسي. نوموړي څرګنده کړه چې یوازې سږ کال څه باندې ۴۰۰۰ پناه غوښتونکي‌ له سپینې روسیې څخه په تیریدو لیتوانیا ته داخل شوي دي.

ددغه غونډې پرمهال د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزپ بورل وویل پکاره ده چې اروپايي هیوادونه باید د افغانستان نوی سیاسي واقعیت په پام کې ونیسي او دا روښانه کړي چې څنګه له نویو حاکمانو سره تعامل کوي.

بورل ټینګار وکړ هغه کسان چې له جنګ ځپلي افغانستان څخه وځي باید د مهاجر په شکل ورسره چلند ورسره ونشي بلکې د پناه غوښتونکي په توګه برخورد ورسره وشي. نوموړي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې اکثریت اروپايي هیوادونه دا اندیښنه لري چې ممکن ډیر ژر د هغوی په هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو کړکیچ رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG