د لاس رسي وړ اتصالات

شنونکي: افغانستان د نړۍ ترټولو اسلامي نصاب لري؛ طالبان یې د بدلولو خبره کوي


متخصصین وایي‌ چې د افغانستان د پوهنې سیستم اسلامي دی، بنیادي مشکل نلري او د ۲۱مې پیړۍ ټول معیارونه پکې په پام کې نیول شوي دي.
متخصصین وایي‌ چې د افغانستان د پوهنې سیستم اسلامي دی، بنیادي مشکل نلري او د ۲۱مې پیړۍ ټول معیارونه پکې په پام کې نیول شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت تازه ویلي چې تر شپږم ټولګي پورې په ښوونیز نصاب کې یې بدلونونه رامنځ ته کړي او هغه موضوعات یې ورڅخه لیري کړي چې د دوی په وینا، له شریعت او افغاني دود سره یې ټکر درلود.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور حمزه په دې وروستیو کې ویلي، چې د نصاب څخه هغه کتابونه چې د شریعت او افغاني کلتور خلاف وو او د ځینو کتابونو منځپانګې چې موضوعات یې د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ سره په ټکر کې وو، لیري‌ شوي دي.

دغه طالب چارواکي ویلي‌، د نورو ټولګیو پر درسي نصاب هم کار کوي او په نصاب کې د بدلونونو بهیر به دوام ولري.

خو د پوهنې د برخې یو شمیر متخصصین وایي‌ چې د افغانستان د پوهنې سیستم اسلامي دی، بنیادي مشکل نلري او د ۲۱مې پیړۍ ټول معیارونه پکې په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم شینواري وویل: "کومه بهانه چې دوی کوي چې غواړي دا اسلامي شي، د افغانستان نصاب په ۵۶ اسلامي هیوادونو کې تر ټولو اسلامي دی."

شینواري زیاته کړه: "که یې زه تاسې ته عملي مثال ووایم، زموږ درسي ساعتونه په یو کال کې لس زره او پنځه سوه دي چې دا ډیر کم دي ځکه زموږ مکتبونه دوه ټایمه او درې ټایمه دي، خو په دې کې دوه زرو یوسل او سوه پنځوس اسلامي علومو ته دي، اسلامي مضامین دي."

طالبانو د شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو دلیل اصلاحات یاد کړي چې تر پلې کېدو وروسته به یې دغه ښوونځي بیرته پرانیستل شي. خو دا اصلاحات د څه باندې دوو کلونو په تیریدو سره نه دي رامنځ ته شوي.

عام افغانان او د پوهنې د برخې متخصصین، له زده کړو څخه د افغانو نجونو د بې برخې کیدو زیان خورا دروند بولي.

ابراهیم شینواری وايي، د تعلیم خپل عمر دی که عمر تیر شي انسان د ژوند په نورو برخو کې مصروفیږي. نوموړی زیاتوي: "بې له تعلیم څخه نه یوه باثباته او پرمختللې ټولنه جوړیږي، نه خوشبتخته کورنۍ جوړیږي او نه هم روښانه په دین او دنیا خبر انسان جوړیږي."

هغه نجونې چې له تعلیم څخه بې برخي شوي وایي تیر دوه کاله ورته ډیر ستونزمن وو.

د دوولسم ټولګي زده کوونکې هیرا وايي: "تقریباً دوه کاله وشول چې زموږ ښوونځي تړل شوي دي. دې حالاتو زموږ په روحیاتو ډیر تاثیر کړی دی. له اوسني نظام څخه غواړو چې موږ ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي او وکولای شو مکتب ته ولاړې شو او درس ووایو."

د دوولسم ټولګي یوه بله زده کوونکې زینت وطندوست وايي:"د مکتبونو تړل کیدو زموږ پر ژوند ډیره بده اغیز کړې. له دولت او نړۍ څخه مې غوښتنه داده چې د نجونو پر مخ د مکتبونو دروازې خلاصي کړي."

دغه اندیښنې په داسې حال کې څرګندیږي چې د بشري حقونو د څار سازمان د دسمبر پر پنځمه په یو راپور کې وویل چې د طالبانو د بندیزونو له امله د نجونو ترڅنګ د هلکانو په ښوونځیو کې هم د زده کړو بهیر د مسلکي ښوونکو د نشتون او په تعلیمي نصاب کې د لاسوهلو له امله د اندیښنې تر کچې خراب شوی دی.

په دې راپور کې په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو پر ځای د غیر مسلکي نارینه ښوونکو ګمارلو، شاګردانو ته د بدني سزا ګانو، او د ویښتانو اصلاح په ګډون یو شمیر موارد یاد شوي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو د ښوونځیو له نصاب څخه د هنرونو د زده کړې، سپورت، انګلیسي ژبې او مدني زده کړو مضامین لیرې کړي دي، چې باکیفیته زده کړو ته یې زیان رسولی دی.

طالبانو که څه هم په هغه وخت کې ددې راپور په اړه غبرګون ونه ښود خو هغوی تل دا ډول راپورونه رد کړي او هغه یې پروپاګند بللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG