د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: چین سره د عینک د مسو د کان تړون اوس د افغانستان په زیان دی


د عینک د مسو کان ته غځېدلې لاره
د عینک د مسو کان ته غځېدلې لاره

وروسته له هغه چي طالبانو د چین له یو شرکت سره د لوګر د عینک د مسو د کان د کیندلو د تړون د لاسلیک کېدو خبر ورکړ، یو شمېر کارپوهانو ویلي چې دا کار اوس د افغانستان په زیان دی.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي، چې ددغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور او د چین د فلزاتو شرکت (MCC) د مرستیال ترمنځ د لوګر د عینک د مسو د کان په اړه هوکړه شوې چې د دغه کان له ساحې څخه د لرغونو اثارو له لېږد وروسته به د کان د سپړلو کار پیل شي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت یو شمېر پخواني چارواکي او کارپوهان وايي افغانستان اوس د مشروعیت له بحران سره مخ دی او چینایان له دې فرصت څخه ګټه اخلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، د تړون له مخې د ام سي سي شرکت خپلې ژمنې ندي پلي کړي. هغه وویل: "چینايي شرکت باید د عینکو د مسو کان ته څېرمه خلکو ته د استوګنې بدیل ورکړی وای، له بامیانو تر خیبر تنګي پورې یې د اورګاډي پټلۍ جوړه کړې وای."

نوموړی زیاتوي: "هدف دا نه وو چې موږ یوازې مس چین ته ورکړو، هدف دا وو چې افغانستان د بنیاد رغونې په برخه کې ځینې پروژې ترسره کړي‌او هغه پروژې په اوږدمهال کې موږ ته عواید ترلاسه کړي."

په دې وروستیو کلونو کې د امنیتي ستونزو سربیره د عینک د کان د سپړلو د کار د ځنډ یو علت د کان په شاوخوا سیمو کې د تاریخي اثارو شتون ښودل شوی و. کارپوهان اندېښنه لري چې د عینکو د کان سپړنه د یو لرغوني ښار د ځینو ساحو او تاریخي اثارو د له منځه وړلو سبب کېږي.

کارپوهان اندېښمن دي چې د عینکو د کان سپړنه د یو لرغوني ښار د ځینو ساحو د له منځه تللو سبب کېږي.
کارپوهان اندېښمن دي چې د عینکو د کان سپړنه د یو لرغوني ښار د ځینو ساحو د له منځه تللو سبب کېږي.

مطفي وايي، که مس د افغانستان سرمایه ده، تاریخي اثار یې هم سرمایه ده. نوموړی زیاتوي: ”ددې څخه افغانستان کولای شي په اوږد مهال کې ګټه ترلاسه کړي. اما له چین سره تجربو دا جوته کړې ده چې هغه ژمنې چې دوی په قرارداد کې کړې دي په سمه توګه یې نه عملي‌ کوي‌. نو دا یوه غټه ستونزه وه چې موږ ورسره په هغه وخت کې مخ وو."

د کانونو د سپړنې د برخې څېړونکی عبدالجلیل جمرانی وايي، که له یوې په افغانستان کې ددغه ډول تړونونو د کار د څار بنسټ نشته، له بلې خوا چینایان په دې برخه کې په نړ ۍکې ښه سابقه نلري.

نوموړی زیاتوي: "چینایانو ډېر زیات مشکلات جوړ کړي په هغه ځای کې چې کار کوي. معنی دا چې خپل خلک راولي له داخلي خلکو دوی استفاده نه کوي او داسې نور ډیر شیان پټوي‌. کار چې وکړي‌ تصفیه نه کوي او دغسې نور ډیر مشکلات دي چې دوی په افریقا کې جوړ کړې دي."

د عینک د مسو د کان تړون په ۲۰۰۸ کال کې د ۲.۸۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۳۰ کلونو لپاره د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په واکمنۍ کې د ام سي سي شرکت سره لاسلیک شوی و. خو یو شمېر پخواني چارواکي ‌وايي، دا شرکت له پخواني تړون څخه په شا شوی او وروسته یې ورباندې د سره غور کولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG