د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان طبعي‌ زیرمې،‌ طالبان او چین


د لوګر مس عینک

نړیوالې ټولنې د افغانستان د کانونو شتمنۍ ته بیا پام اړولی دی. داسې اټکل کیږي چې د افغانستان د سخت جغرافیایي جوړښت د ځمکې لاندې دغه شتمني به څه دپاسه یو تریلیون ډالر ارزښت ولري.

دغه پاملرنه پداسې حال کې دغه شتمنۍ ته اوړي چې د طالبانو حکومت د سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی او د کانونو دغه زیرمې کیدای شي دې ډلې ته د عاید یوه ښه منبع شي.

طالبان - د افغانستان طبیعي زیرمې - چین
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:40 0:00

طالبان د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو دمخه ددغو کانونو په مالي اهمیت پوهیدل.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال د جون د میاشتې د رپوټ له مخې د طالبانو د عاید یوه عمده منبع د کانونو ایستل وو.

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي چې په ۲۰۲۰ کال کې طالبانو د هیواد د کانونو د زیرمو د کیندلو له درکه ۴۶۴ میلون ډالر ترلاسه کړي دي تر څو د مالي درکه خپلواک شي.

رپوټ وایي، ددغې یاغي ډلې مشرانو «د طالبانو د پراخه مالي خپلواکۍ په مقصد تر یوه حده خپل پام د هیواد د کانونو بډایو سیمو کنترولولو ته اړولی دی». د افغانستان د حکومت د ړنګیدو دمخه لا طالبانو د کانونو د ۷۱۰ زونونو له جملې ۲۸۰ ساحې تر کنترول لاندې راوستې وې.

په لندن کې میشت د فساد د څارنې نړیواله ډلې «ګلوبل ویتنیس» د ۲۰۱۶ کال په جون کې رپوټ ورکړی و چې د طالبانو په ګډون د حکومت ضد وسله وال عناصر د لاجوردو د کانونو د غیر قانوني کیندلو له درکه په کال کې تر ۲۰ میلیون ډالرو پورې ترلاسه کوي.

د افغانستان کانونه او چین

څیړونکي انتنظار کوي چې وګوري آیا چین به د افغانستان د طبیعي زیرمو د استخراج په پانګونه کې رول ولوبوي او که نه. چین د طالبانو د واکمن کیدو دمخه لا د افغانستان په ځینو کانونو کې پانګونه کړې وه.

د چین د فلزاتو د استخراج ډلې (ام سي سي) چې یوه دولتي کمپنۍ ده په ۲۰۰۷ کال کې یې د افغانستان د لوګر ولایت د مسو د عینک کان د استخراج قرارداد ګټلی و چې د کابل ښار په ۳۲ کیلو مترۍ کې پروت دی.

د افغانستان د حکومت د معلوماتو په اساس ټاکل شوی وه چې ام سي سي ۲.۸ میلیارډ ډالر د مسو په استخراج کې پانګونه وکړي؛ هغه پروژه چې په کې د بریښنا د تولید فابریکه او د ریل ګاډي د پټلیو غځول شامل وو او ۵۰۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابروله چې اکثر یې افغانان او یو شمیر چینایي متخصصین وو. خو دا شرکت په افغانستان کې د بې امنیتۍ په وجه ونه توانید چې دغه مس استخراج کړي.

وروسته له هغې چې طالبان کابل ته ننوتل، دغې کمپنۍ وویل چې غواړي په یو لړ شرایطو سره د خپلې پروژې کار بیا پیل کړي.

د ام سي سي شرکت یو چارواکي چې نوم یې ندی ذکر شوی د چین دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز ته ویلي: «مونږ به د حالاتو د باثباته کیدو او د چین د حکومت په ګډون د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د رژیم په رسمیت پیژندنې وروسته د کار په بیا پیل کولو غور وکړو.»

چینایي چارواکو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو سره تعامل وکړي، خو دوی تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

طالبانو ویلي چې د افغانستان په بیا ودانولو کې د چین برخې اخیستلو ته هرکلی وایي. د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین یوې چینایي خپرونې ته ویلي: «چین یو ستر هیواد دی چې ستر اقتصاد او ظرفیت لري-زه فکر کوم دوی کولای شي د افغانستان په بیاودانولو، نوي کولو او جوړولو کېستر رول ولوبوي.»

امنیت یوه عمده موضوع

په هر حال کارپوهان تمه نلري چې چین دې سمدستي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

د دموکراسۍ د دفاع د بنسټ یو غړی کرایګ سینګلټن وایي: «زه فکر کوم دا لا ډیر ژر دي چې وویل شي آیا چین به په سمه توګه وتوانیږي چې د امریکا په وتلو سره دغو ټولو کانونو ته لاسرسی ومومي.»

هغه زیاتوي چې: «امنیتي شرایط لاهم په افغانستان کې خطرناک دي... که کوربه هیواد د امن او با ثباته چاپیریال ضمانت ونشي کړای حتی کیدای شي د پانګونې ډیر ښه پلان هم منحرف شي.»

شینګلټن وایي چین به «واقعبین وي او د هر عمده ګام پورته کولو لپاره به تر هغه صبر وکړي چې د طالبانو د پلانونو او نیت په اړه یې ښه احساس نه وي ترلاسه کړی.»

ساینسپوه او د امنیتي چارو کارپوه راد شونوبر چې د چاپیریال د راتلونکې په نامه ګروپ بنسټ یې ایښی د امریکاغږ ته ویلي چې هغه داسې فکر نه کوي چې طالبان دې ددې وړتیا ولري چې چین ته هغه امنیت او ثبات تضمین کړي چې ورته په افغانستان د کانونو استخراج لپاره اړتیا لري: « لکه زه چې پوهیږم ، چین دومره اوږد تاریخ نلري چې یو بې ثباته هیواد ته دې لاړ شي او هلته دې کار وکړي.»

د افغانستان د کانونو زیرمې

اټکل کیږي چې د افغانستان د کانونو شتمني به له یو څخه تر درې تریلیون ډالرو پورې وي. افغان چارواکو په ۲۰۱۰ کې هیله څرګنده کړې وه چې د کانونو سکتور به نه یواځې پدې هیواد کې فقر او غربت له منځه یوسي بلکې په افغانستان کې به د لسیزو اوږد کړکیچ هم پای ته ورسوي.

د ۲۰۱۰ کال په جون کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې د پنتاګون د چارواکو او د متحده ایالاتو جیولوجستانو یوې ډلې په افغانستان کې د یو تریلیون ډالرو په ارزښت د کانونو زیرمې موندلي دي چې د بل هر پخواني اټکل په پرتله پراخې او «بسیا دي چې په بنسټیزه توګه د افغانستان اقتصاد بدل او د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.»

د افغانستان د پخواني حکومت د کانونو او پطرولیم وزارت د ۲۰۱۹ کال رپوټ وایي افغانستان «په نړیواله کچه د اوسپنې، مسو، سرو زرو، د نایابه ځمکې کانونو او پراخې نورې طبیعي زیرمې لري.»

ددې رپوټ له مخې «اټکل کیږي چې افغانستان څه دپاسه ۲.۲ میلیارډ متریک ټنه اوسپنه، ۱.۳ میلیارډ ټنه مرمر، تر ۳۰ میلیون ټنو مس، ۱.۴ میلیون ټنه د نایابه ځمکې کانونه، او ۲۷۰۰ کیلو ګرامه سره زر ولري.»

رپوټ وایي دغه زیرمې په هیڅ یوه کتګورۍ کې د نړیوالې کچې څخه زیاتې ندي خو دغه هیواد کیدای شي «په یو شمیر بازارونو کې مهم لوبغاړی شي.»

ددغو زیرمو څځه د مالي ګټې د ترلاسه کولو سره سره په افغانستان کې د زیربناو نشتون یو له هغو ننګونو څخه دی چې پدې غرني هیواد کې کانونو ته لاسرسی وشي. هلته دا پوښتنه هم مطرح ده چې څومره په موثره توګه دغه استخراج ترسره کیدای شي.

شونوبر وایي: «ددې ترمنځ چې څه تر ځمکې لاندې دي او د څه نه ګټه اخیستل کیدای شي ستر توپیر شته.» د کانونو په استخراج کې د چین ښکیلتیا ښایي دواړو چین او طالبانو ته ګټور وي، خو ښاعلی شونوبر «شک» لري چې دا دې د افغانستان خلکو ته ګټه ورسوي.

شونوبر وایي چې د یو غښتلي حکومت د نه شتون په صورت کې به "طبیعي زیرمې په ځان لعنت وایي،" پدې مفهوم چې په طبیعي زیرمو بډایو زیات شمیر هیوادونو کې عادي خلک ددغو شتمنیو څخه ګټه نشي اخیستلای.

XS
SM
MD
LG