د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د نجونو تعلیم باید د سیاست یرغمل نشي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا(یونیسف) یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې «زده کړې باید د سیاست یرغمل» نشي.

د یونیسف د نړیوال ملاتړ او اړیکو مدیرې پلوما اسکودرو د شنبې په ورځ ناوخته اپرېل ۲۳(غوايي درېیمه) په کابل کې د نجونو له یو ښوونځي څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې څه باندې یوه میاشت کې کیږي تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ بند دي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه اته میاشتې تیریږي، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دنجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

اغلې اسکودرو همدارنګه زیاته کړې چې نجونې زده کوونکې تر بل هر وخت مرستو ته اړتیا لري او له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډوله له مرسته کوونکو څخه وغوښتل چې په دغه هیواد کې له نجونو زده کوونکو سره له مرستې لاس وانخلي.

د یونیسف د دغې مسؤلې په وینا ملګري ملتونه په افغانستان کې له نجونو زده کوونکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او ټینګار یې کړی چې د نجونو زده کړې په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ یا (یونیسف) له لومړیتوبونو څخه دي.

د یونیسف د نړیوال ملاتړ او اړیکو مدیر د معلوماتو په اساس دغه سازمان په افغانستان کې د نجونو د زده کړو څخه د ملاتړ په هدف شاوخوا ۲۰۰زره ښوونکو ته معاشونه ورکوي او همدارنګه یې د ښوونځيو زده کوونکو ته یې ۳۵ میلیون درسي کتابونه چمتو کړي دي.

نوموړې زیاته کړې ده: "اوس مهال چې نجونې موږ ته زیاته اړتیا لري، هغوی هره ورځ ښوونځي ته ځي. هغوی غواړه زده کړه وکړي، هغوی ماته وویل چې غواړي ډاکترانې او انجینرانې شي."

له ۱۹۹۶ څخه بیا د ۲۰۰۱ کال پورې پر افغانستان د طالبانو د تېر حکومت پرمهال هم ښځې د کار او تعلیم له حق څخه محرومې وې او له کورونو څخه د وتلو پرمهال مجبورې وي چې حجاب وکړي او یا یوه شرعي محرم ورسره وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ درې ورځې مخکې وویل چې طالبان دې د نجونو تر شپږم ټولګیو پورته زده کړو بندیز لغو کړي.

د هغه په خبره دغه محدودیتونه له افغانانو سره د طالبانو د مکررو تضمیونونو سره په ټکر کې دي، د ښځو او نجونو حقوق نقضوي او دافغانستان راتلوونکې کمزورې کوي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش خبرداری ورکړی و چې د نجونو ښوونځیو د بندېدو دوام به ټول افغانستان ته زیان ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات هم ویلي که چیري د یو هیواد نیمايي وګړي له زده کړو څخه محروم وي، نشي کولای په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ وکړي.

XS
SM
MD
LG