د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې په استرالیا کې لوبه وکړه 


د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلې لوبغاړو نن یکشنبه اپریل ۲۴ (غوايي څلورمه) د استرالیا په ویکتوریا کې د نجونو له یوې ځايي لوبډلې سره لوبه وکړه او لوبه صفر-صفر مساوي شوه.

دا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته لومړی ځل و چې افغانې ښځې او نجونې یو ځل بیا د فوټبال په میدان کې راڅرګندې شوې چې هغوی ته یو سمبولیک بری بلل کېږي. په لوبه کې افغان نجونو یو ګول وواهه خو لوبڅار آفسایډ وګاڼه او حساب نشو.

د لوبډلې مشرې نیلاب، چې افغانستان کې د خپلو عزیزانو د خوندیتوب لپاره یې خپل بشپړ نوم نه ښکاره کوي، د فرانسې خبري اژانس ته وویل دې لوبې وښوده چې طالبان د نجونو د ورزش مخه نشي نیولای.

هغې وویل: «موږ لا هم خپله مبارزه روانه ساتو چې د افغانستان لپاره لوبې وکړو. موږ له وطن څخه ووتو خو لا هم د خپل وطن په اړه فکر کوو او د خپل هېواد د بري لپاره زیار باسو.»

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته استرالیا د افغانستان د نجونو د فوټبال او کرکت له یو شمېر لوبغاړو سره مرسته وکړه چې له هېواد څخه ووځي او په استرالیا کې نوی ژوند پیل کړي.

د لوبډلې ګول ساتونکي فاطمې وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د تصویرونو او ویدیوګانو په لیدلو سره دا خبره اوس درک کېدای شي چې دې نجونو ولې وطن پرېښوده.

هغې وویل: «هغوی دا درک کولای شي چې زموږ لپاره به په داسې یو وضعیت کې هلته پاتې کېدل څومره ستونزمن وو. موږ نن یو ځای، غښتلي او د یوې لوبډلې په توګه لوبه کوو. دا فوق العاده دي.»

د ملبورن د دغې ځايي لوبډلې روزونکې جیف هاپکینز د افغان نجونو لوبه وستایله او وویل چې هغوی یوازې داسې فرصت غواړي چې «برابر چلند ورسره وشي او د خپلې خوښې لوبه وکړي چې دا کار ورته په افغانستان کې ممکن نه» وو.

د طالبانو له راتګ او له افغانستان څخه د ښځینه وزرشکارانو له وتلو ورسته اوس هلته د ښځو ملي لوبډلې او لوبې ختمې نشته دي.

طالبانو د ښځو په کار، سیاست، مدني فعالیت او نورو برخو کې په مشارکت او ګډون هم بندیز لګولی دی او همدغه راز یې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي یې هم تړلي دي.

XS
SM
MD
LG