د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د ځینو مشرانو لوڼې بهرنیو هېوادونو کې زده کړې کوي- راپور 


د قطر پوهنتون
د قطر پوهنتون

د یو تحقیقي راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو د ځینو مشرانو لوڼې په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوختې دي، مګر همدغو طالبانو بیا په افغانستان کې د نجونو متوسطه او عالي ‌لېسې تړلي‌ دي.

د بریتانیا د ډیلې میل ورځپاڼې د «افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې» د یو راپور په اساس لیکلي دي چې د طالبانو د ځینو مشرانو لوڼې د قطر او پاکستان په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي.

راپور وایي په قطر کې مېشتو اکثریت طالب مشرانو خپلې لوڼې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې داخلې کړي. راپور وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د یو سرپرست وزیر لور د قطر په یو پوهنتون کې طب لولي. وايي دا طالب مشر د طالبانو د کوټې د رهبري شورا غړی هم و.

د «افغان تحلیلګرانو شبکې» غړي وايي چې د دغه راپور لپاره د طالبانو د نهو مشرانو په ګډون له ۳۰ کسانو سره خبرې کړې دي.‌

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم یو غړي دغې شبکې ته ویلي دي چې په ۲۰۲۰ کې یې یوه لور د قطر له دولتي ښوونځي څخه فارغه شوه او بله لور یې اوس ښوونځي ته ځي. نوموړي ویلي دي چې په لومړیو دریو کلونو کې یې اولادونه ښوونځي ته نه تلل خو بیا یې د هغوی په غوښتنې درې زامن او دوې لورګانې په ښوونځیو کې شامل کړل.

د راپور په اساس د طالبانو د ځینو مشرانو نورې لورګانې په پاکستان کې ښوونځي‌ لولي چې په انګلیسي ژبه تدرېس کوي. په قطر کې یو طالب مشر د «افغان تحلیلګرانو شبکې» ته ویلي دي چې طالبان او کورنۍ یې د عصري علومو سره لیوالتیا لري او د نجونو له زده کړو سره هېڅ مخالفت نلري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر ځینو غړو،‌ چې اوس کابل کې دي، دغې شبکې ته ویلي دي چې کورنۍ یې ځکه لا هم په قطر کې دي چې د اولادونو درسونه یې خراب نشي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې ځینو طالب مشرانو له نورو څخه په پټه خپلې لورګانې په افغانستان کې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې داخلې کړې دي‌ او ځینې نور یې بیا په پاکستان کې خصوصي ښوونځي او مدرسې لري او نجونې په کې درس وايي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې واک ته د طالبانو له رسېدو شاوخوا شپږ میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د نجونو متوسطه او عالي لېسې بندې دي. طالبانو په ښکاره پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ مخالفت نه دی کړی، خو د هغوی د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ویلي وو چې باید د نجونو او هملکانو ټولګي سره جلا وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده مخکې وویل چې د نوي شمسي کال په پیل کې به په ټول افغانستان کې ښوونځي د نجونو په مخ پرانستل شي.

XS
SM
MD
LG