د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو پلاوی تاجکستان ته تللی او د افغانستان یوه قونسلګري یې هم لیدلې


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري پنځمه) ویلي دي چې ددغه وزارت یو پلاوي تاجکستان ته سفر کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ددغه وزارت د مالي او اداري رئيس محمد موسي اميري په مشرۍ پلاوي تاجکستان ته سفر کړی او د یاد هیواد د بدخشان ولایت په مرکز خاروغ کې یې د افغانستان قونسلګرۍ او ددې ادارې چارې هم کتلي دي.

بلخي زیاته کړې:"د قونسلګرۍ د چارو د ارزونې ترڅنګ، پلاوي د افغانستان د قونسلګرۍ ودانۍ له نژدې وليدله او د بيارغونې په اړه يې خپله ارزونه د وزارت مقام سره شريکه کړه. په خاروغ کې د افغانستان قونسلګرۍ ودانۍ د وروستۍ واورې ښوییدنې له امله زيان ليدلی و."

بدخشان ته د طالب پلاوي د سفر او د افغانستان له یوې قونسلګرۍ څخه ددغه پلاوي د لیدنې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې یو شمیر هیوادونو واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، په یادو هیوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه طالبانو ته سپارلي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د نړۍ د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی خو روسیه، ایران، پاکستان، متحده عربي امارات او چین هغه هیوادونه دي چې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو چارې یې د طالبانو استازو ته ورسپارلي دي.

د تاجکستان حکومت او په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت دغو څرګندونو په اړه تراوسه کومه تبصره نه ده کړې، هغه سفارت چې کابل کې د طالبانو له حکومت سره هیڅ اړیکه نلري.

تاجکستان د افغانستان په شپږو ګاونډیو هیوادونو کې یوازینې هیواد دی، چې تراوسه د طالبانو حکومت سره هیڅ ډول دیپلوماتیکي اړیکې نلري او د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالف مشران هم په دغه هیواد کې میشت دي.

د سیاسي چارو یو افغان کارپوه قاضي محمد حسن حقیار وايي تاجکستان د افغانستان د نورو ګاونډیو هیوادونو په څیر افغانستان سره اړیکو ته اړتیا لري او ددغه ډول اړیکو د ساتلو لپاره افغانستان کې طالبانو سره تعامل ته هم اړتیا لیدل کیږي.

ښاغلي حقیار وویل:" هماغسې چې په ترکیه او ځینو نورو هیوادونو کې بې له دې څخه چې چارواکي یې رسمآ د افغانستان د رسمیت پیژندنې خبره وکړي ځینې قونسلګرۍ او سفارتونه یې د طالبانو حکومت ته وسپارلې داسې ښکاري چې تاجک چارواکي هم غواړي د افغانستان سره د اړیکو د بهبود په خاطر سفارتي اړیکې ژوندۍ کړي او د تاجکستان د بدخشان د خاروغ قونسلګرۍ به زما په باور امارت ته وسپارل شي".

خو د سیمه ییزو چارو یو افغان کارپوه احمد سعیدي وايي، تاجکستان ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت کوم رسمي پلاوي سفر نه دی کړی بلکې د ښاغلي سعیدي د معلوماتو له مخې د افغانستان د بدخشان له ولایت څخه د طالبانو یو شمیر سمه ییزو چارواکو چې د تاجکستان سره د سرحد هغې خوا ته تل تګ راتګ کوي خاروغ ته تللي او د قونسلګرۍ څخه یې هم لیدنه کړې ده.

سره له دې چې د تاجکستان او طالبانو تر منځ رسمي اړیکي نشته خو یاد هیواد لا هم افغانستان ته خپله بریښنا نده بنده کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه اړیکي هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG