د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د ایران د پارلماني پلاوي سفر؛ متقي امیر عبداللهیان کابل ته بللی


د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سره د تیلفون له لارې د هلمند د سیند د اوبو د ویش په ګډون په یو لړ مسلو د خبرو په مهال ښاغلي عبداللهیان ته له کابل څخه د لیدنې بلنه ورکړې ده.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږي پنځم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې امیر حسین عبداللهیان یو ځل بیا د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حق ابې په مسله ټینګار کړی دی.

دغه وزارت لیکلي: "ډاکټر امیر عبداللهیان په ایران کې په پراخه کچه د افغانستان د اوسیدونکو حضور ته په اشارې زیاته کړې: " تهران د افغانستان د امنیت، ثبات او د خلکو د هوساینې لپاره د افغانستان په دننه کې د ټولو خواو په همکارۍ ټینګار کوي".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ښاغلي متقي د ایران د اسلامي جمهوریت څخه د مننې په ترڅ کې ښاغلي عبداللهیان ته د کابل څخه د لیدنې بلنه ورکړې ده. خو د ایران بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي، چې هغه دا بلنه منلې او که نه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هلمند د اوبو د حق ابې په اړه دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، چې تیره ورځ یو ایراني پلاوي د کجکي او کمال خان د اوبو د بندونو د ټیټو ساحو څخه لیدنه کړې ده.

ایرنا ددغه لیدنې یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې چې په کې څو تنه ایراني اوسیدونکي د یوې وچکالۍ ځپلې سیمې څخه لیدنه کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو دغه وزارت په یوه اعلامیه کې په کابل کې د جواد کریمي قدوسي په مشرۍ د ایران د پارلمان د یو اوه کسیز پلاوي سره د مولوي امیرخان متقي د کتنې خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د امنیت، نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، قاچاق مخنیوی، سرحداتو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه مفصلې خبرې اترې شوې دي.

ښاغلي متقي دغه پلاوي ته ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له راتګ سره سم په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی، او افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي چې د داعشي فتنه ګرو پدیده له منځه ویسي، چې دغه سرتاسري امنیت نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونو په ګټه دی."

همداشان امیرخان متقي د نشه يي توکو او د کوکنارو د کرکیلې په اړه د خپل حکومت د پالیسۍ په باب ایراني پلاوي ته معلومات ورکړي او ویلي دي، چې حکومت یې د شاوخوا څلور میلیونو په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه پیل کړې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې امیرخان متقي ایراني پلاوي ته ویلي، چې د ګاونډيو هیوادونو په شمول د سیمې له هیوادونو سره سوداګري او ترانزیت روان دی او افغانستان اوسمهال د هیوادونو تر منځ د اتصال په مرکز بدلیدونکی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "نوموړي ټينګار وکړ چې افغانستان د ایران د صنعتي توکو لپاره ښه مارکيټ دی، ځکه نو لازمه ده چې افغانستان او ایران د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته او له دغه فرصت څخه پوره ګټه واخلي".

د ایران او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې او د هلمند د کجکي او کمال خان د بند د ټیټو ساحو څخه د ایراني پلاوي دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې اوړمه ورځ ځینو رسنیو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ناصر کعناني له خولې ویلي و، چې ایران له طالبانو حکومت غوښتي، چې د هلمند په سیند کې د اوبو د بهیر کتنه باید هره میاشت ترسره شي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمی قمي د اګست ۱۳ (زمري ۲۲) د ایران د فارس خبري اژانس سره په مرکه کې د هلمند د سیند د اوبو د بهیر څخه په لومړی ځل د یو ایراني تخنیکي پلاوي د کتنې خبر ورکړی و.

د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي ویلي و، چې ایراني تخنیکي پلاوي د ارزګان ولایت د هراوود په ولسوالۍ کې د هلمند د سیند د اوبو د سنجولو له مرکز څخه لیدنه کړې وه. د دغې سیمې څخه ددغه ایراني پلاوي د کتنې وروسته د ایران حکومت وویل، چې وچکالۍ د هلمند د سیند د اوبو کچه کمه کړې ده.

افغانستان او د ایران پخوانیو پادشاهي حکومتونو په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو د ویش تړون لاسلیک کړی وو، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي.

د افغانستان پخواني حکومت ویلي، چې په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو او د افغانستان د اوبو د نه مدیریت له امله هر کال د هلمند د سیند څخه شاوخوا ۲،۵ میلیارد متر مکعبه اوبه چې د ۱۳۵۱ کال د معاهدې د ټاکل شوې حد درې برابره کیږي ایران ته بهیدلې دي.

افغانستان او د ایران په ځینو سرحدي سیمو کې د اوږدو کلنو وچکالۍ د سرحد په دواړو خواو کې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته کړې ده. د وچکالۍ سربیره افغانستان په دې وروستیو کلنو کې د هلمند د سیند په اوږدو کې د کمال خان بند هم اباد کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG