د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي پنجشیر یې نیولی خو ملي مقاومت جبهه وايي مبارزه لا روانه ده


وسله وال طالبان وايي پنجشیر یې نیولی
وسله وال طالبان وايي پنجشیر یې نیولی

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د دوي پر ضد د مقاومت وروستی مورچل (پنجشیر ولایت) یې نیولي او پدې سره یې ټول افغانستان د دې ډلې لاسته ورغلی.

مجاهد په ټویټر کې لیکلي چې "پدې آخري هڅې سره ټول هیواد په بشپړه توګه د جنګ جګړو څخه راووت او هیواد به مو د آزادۍ، خپلواکۍ، آبادۍ په فضا کې آرام او سوکاله ژوند ولري. "

د ټولنیزو شبکو په پاڼو کې د طالبانو د څو غړیو انځورنه لیدل کیږي چې د پنجشیر د ولایت د مقام مخې کې یې اخیستي دي.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون رئیس او ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه سپټمبر ۶ (وږي۱۵) په خبري کنفرانس کې د پنجشیر ولایت د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل، چې سر له نن څخه دغه ولایت ته ټولې غځیدلې لارې پرانیستل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وویل، "هغو قومندانانو، چې په پنجشیر کې یې د طالبانو په وړاندې جګړه کوله که بېرته عادي ژوند ته ستانه شي د هغوی ژوند به مصون وي."
د طالبانو ویاند دا ومنله چې په تېرو ورځو کې د جګړې په مهال پنجشیر ته غځیدلې لارې بندې شوې وې او هم ګرځنده تیلیفونو شبکې بندې شوې وې.

طالبانو تیره میاشت د پنجشیر ولایت پرته ټول افغانستان ونیوه. پدې ولایت کې د وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" ډلې جګړه کوله.

بل پلو د ملي مقاومت جبهې ویلي چې وسله وال یې لا هم د ولایت په " ستراتیژیکو موقعیتونو" کې شته دي او مبارزه به روانه ساتي.

دې ډلې په ټویټر کې لیکلي، "د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو چې د طالبانو او د هغوي د ملګرو په شدت مبارزه به تر هغه وخته روانه وي چې خپلواکي او عدالت نه وي بریالي شوي. "

تیره ورځ د ملي مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي او یو شمیر نور غړي یې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG