د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبانو د خیریه مؤسسو د کار کوونکو د خوندیتوب ژمنه کړې


طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل
طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر په کابل کې د طالبانو د استازو سره کتلي او وايي‌ چې طالب مشرانو د خیریه مؤسسو د کار کوونکو د خوندیتوب او په افغانستان کې خیریه مرستو ته د لاسرسي ضمانت ورکړی.

د ملګرو ملتونو ویاندې ستیفان دوجاریک په یوې اعلامیې کې ویلي چې چارواکو د خیریه مؤسسو د خوندیتوب او امنیت او اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د لاسرسي ژمنه کړې.

هغې ویلي، " د خیریه مؤسسو کار کوونکي که نارینه وي یا ښځې په آزاده توګه به د ګرځیدو راګرځیدو ضمانت ولري." د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر مارټن ګریفیش څو ورځې کیږي چې په کابل کې د طالب مشرانو سره په خبرو بوخت دی.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي د طالبانو سره په غونډې کې ټینګار کړی چې دغه نړیواله ادراه په "بې پرې او خپلواکه توګه د بشري مرستو رسولو ته ژمنه ده".

هغه همدارنګه په ټولو خواوو غږ کړی چې د میرمنو د حقونو او خوندیتوب ډاډ دې ورکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم د طالبانو او ټولو خواوو نه غوښتي وو چې د خلکو د ژوندانه د ژغورلو او بشري مرستو رسیدو په خاطر دې پوره احتیاط نه کار واخلي.

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې د مشر سره د طالبانو د هیت مشري ملا عبدالغني برادر کوله. ښاغلي شاهین په ټویټر کې لیکلي چې ښاغلي برادر د ملګرو ملتونو نه مننه وکړه چې د افغانستان د ولس سره یې د مرستو د دوام ژمنه کړې.

XS
SM
MD
LG