د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو پخواني چارواکي په بهر کې د خپلو 'منتقدو افغانانو وژل' غواړي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکني ویاند «قاري سعید خوستي» له افغانستان څخه د باندې په خپلو خواخوږیو او پلویانو غږ کړی دی چې هغه افغانان «په چاقوګانو ووژني» چې د طالبانو خلاف «تبلیغات» کوي.

قاري خوستي دا خبره په خپل ټویټر کې لیکلې ده چې وروسته یې بیا دا ټویټ حذف شوی دی. هغه په مشخص ډول د کوم کس نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې دوی «په اروپا او امریکا کې غازیان» لري چې دا کار کولای شي.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي: «تښتیدلي ټامیان یو دوه په چاکوګانو ووژنئ، که بیا چا د هېواد خلاف تبلیغات وکړل لاړې را توف کړئ.» خوستي له افغاستان څخه وتلي افغانان «بې غیرته، دووس او ډارن حیوانات» بللي دي.

هغه لیکلي دي‌: « سلګونه داوطلب غازیان موږ په اروپا، امریکا کې لرو، صرف انسجام، رهبري غواړي» چې په خبره یې «خپل دښمنان» په نښه کړي.

د قاري سعیدي خوستي دا ټویټ اوس د هغه په ټویټر کې نشته. ده په یو بل ټویټ کې بیا هم په خپل دریځ ټېنګار کړی دی او ویلي دي چې «زه بیا هم په خپله خبره ولاړ یم، د تښتیدلي ټامیانو همدا یواځينی علاج» دی.

د قاري سید خوستي د ټویټ سکرین شاټ
د قاري سید خوستي د ټویټ سکرین شاټ

د ټامیانو اصطلاح تر ډېره هغو افغانانو ته کارول کېږي‌، چې په لویدیځ کې یې تعلیم او ژوند کړی او په افغانستان کې د جمهوریت په مهال په حکومت کې دندې ترسره کړې دي. قاري خوستي په خپل دویم ټویټ کې دا خبره هم کړې ده چې دا «یې شخصي نظر دی او د هېچا نمایندګي» نکوي.

د هغه خبره په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو نورو فعالانو هم بدرکه کړې ده. د «ستر جنرال مبین خان» په نوم د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال په خپل ټویټر کې د یو چاقو تصویر خپور کړی او لیکلي‌ دي: « موږ وپوهېدو چې باغیان او تښتیدلي‌ ټامیان له ام فور او کلاشینکوف پرته له دې وروسته باید په چاقوګانو ووژل شي.»

د ده دا ټویټ هم حذف شوی دی. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۱۰۰زره افغانان،‌ چې اکثریت یې د مخکني حکومت مقامات، کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو فعالان او د بهرنیو ځواکونو همکاران وو، واېستل شول. دوی وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د قاري خوستي، جنرال مبین او د هغوی د نورو پلویانو دا وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي ‌دي.

محبوب شاه محبوب، چې د طالبانو تر راتګ مخکې د کابل پوهنتون استاد و، په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « که د دوی [طالبانو] وس ورسي خپلو سیاسي مخالفینو ته به بوشکه يي ماینونه کېږدي، څوک چې پر وطن زړه نه خوږوي پر وطنوال خو له سره رحم نه کوي.»

هغه په یو بل ټویټ کې لیکلي دي‌ چې «زه د طالبانو دغې خبرې چې که څوک ېې سیاسي مخالفت کوي باید ووژل شي حیران کړی نه یم. تېر لنډ تاریخ چې زموږ د سترګو پر وړاندې تېر شوی دوی څه وکړل؟ د مور په مخکې یې محصل زوی دوی وواژه، حامله مېرمن یې سنګسار کړه، د کابل په زړه کې یې سلګونه موټر بم بریدونه او ځانمرګي وکړل..».

په بهر کې یو شمېر مېشت افغانان د طالبانو په تګلارو باندې کلکې نیوکې کوي او د هغوی حکومت همه شمول او «مستقل» نه بولي. طالبانو په افغانستان کې د ننه خپل یو شمېر سیاسي مخالفان نیولي، بندیان کړي او د راپورونو په اساس وهلي او ټکولي هم دي.

په نیول شویو کسانو کې د پوهنتون استادان، د بشري حقونو فعالان او د رسنیو کاروونکي شامل دي. د بشري حقونو ادارې وايي چې طالبان د بیان او رسنیو ازادۍ ته درناوی نلري، خو طالبان دا اداعا ردوي.

یو شمېر نورو افغانانو بیا د قاري سعید او جنرال مبین د ټویټونو سکرین شاټونه خپاره کړي ‌او د ټویټر شبکه او د دغې شبکې مالک ایلن ماسک یې هم په کې ټګ کړي او له هغو یې غوښتي دي چې د دا ډول اشخاصو حسابونه وتړي.

په ټویټر کې د مرګ ګواښونه او د ترهګري خپرول د دغې شبکې د اصولو خلاف بلل کېږي او په تېر وخت کې د دا ډول سرغړونو له کبله یې یو لړ حسابونه هم تړلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول، که څه هم دوی ادعا کوي چې «عمومي بخښنه» یې کړې ده، خو د بشري‌ حقونو سازمانونه وايي چې طالبانو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې خپل سلګونه مخالفان وژلي،‌ ژوبل کړي، نیولي او یا تري ‌تم کړي دي.

تېرکال د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په یوې غونډې کې دا خبره ومنله چې د دوی جنګیالیو ځينې کسان د «محکمې له حکم پرته» وژلي، نیولي‌او یا ژوبل کړي دي.

طالبانو په رسمي ډول د خپل دغه پخواني ویاند د ټویټونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG