د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان: ۲۰۲۲ د بشري حقونو دپاره بحراني کال و


د بشري حقونو د څار سازمان په خپل کلني رپوټ کې چې نن پنجشنبې جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۲) خپور شو، وايي، له اوکراین څخه نیولې تر افغانستان پورې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې تېر کال د بشري حقونو دپاره له بحرانونو ډک کال و.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي، د طالبانو چارواکو له دې ژمنې سره سره چې ویلي یې وو د منځنیو او عالي ښوونځیو دروازې به د نجونو پر مخ بېرته پرانیزي، د دسمبر په میاشت کې نجونې له پوهنتونونو څخه هم منع کړې او د دې ډلې امنیتي ځواکونو د ښځو مظاهرې وځپلې او یو شمېر مظاهره کوونکې یې زنداني کړې.

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشتې عباسي وویل: "طالبان د دې پر ځای چې په افغانستان کې له اقتصادي او بشري کړکېچ سره مبارزه وکړي، د ښځو ځپلو او د خبریالانو زنداني کولو ته ډېره لېوالتیا لري. د طالبانو چارواکي باید خپل نړیوال قانوني مسوولیتونه ادا کړي او ښځو او نجونو ته د زده کړې، کار او آزاد سفر اجازه ورکړي. "

په افغانستان کې د ښځو پر زده کړه او کار باندې د طالبانو بندیزونو او نور ټولنیزو محدودیتونو پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل کلني راپور کې وايي، پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په دغه هیواد کې د ترسره شويو جنایتونو په هکله د جرمونو د نړیوال محکمې له خوا د تحقیقاتو په ګډون، د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ترسره شوي اقدامات د ستاینې وړ دي.

ددې سازمان مشرې تیرانا حسن وویل: "مونږ د عدالت او د جنګي جنایتونو د شواهدو د راټولولو لپاره د نړیوالو میکانیزمونو د جوړولو په ګډون د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د چټک غبرګون شاهدان وو."

د بوچا او ازیوم په شان ښارونو کې د اشغالګرو روسي ځواکونو له خوا پر ولسي خلکو د جنسي تیریو، شکنجو او وژنو پراخ شواهد، موجود دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د څو سوه ملکي خلکو د وژلو پېښې ثبت کړیدي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، ولکر ترک وویل: "په ځینو حالاتو کې روسي عسکرو ولسي خلک د توقیف په موقتي ځایونو کې وژلي دي. یو شمیر نور بیا په خپلو کورونو، د کورونو په انګړونو او د کورونو مخې ته مخې وژل شوي دي."

د بشري حقونو د څار سازمان همدارنګه د چین په شینجیانګ سیمه کې د شاوخوا یو میلیون مسلمانانو د نیونې، شکنجې، او جبري کار په ګډون په دغه هیواد کې له بشري حقونو څخه د روانو سرغړونو، یادونه کړې ده. بیجنګ دغه تورونه رد کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د حجاب د نه مراعتولو له امله د پولیسو په توقیف کې د ایرانۍ پیغلې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته، د حکومت ضد مظاهرو کې‌ د شاوخوا څلورو مظاهره کوونکو اعدام کېدل باید پراخ نړیوال غبرګون راوپاروي.

ددې سازمان مشرې زیاته کړه: "مونږ باید له مظاهره کوونکو سره د خواخوږۍ له ښودلو ورهاخوا قدم واخلو، او د نړۍ د ټولو هیوادونو حکومتونو ته په کار ده چې ایراني چارواکي مسئول وګڼي."

په رپوټ کې ویل شوي چې په میانمار کې له بشري حقونو څخه سرغړونې زیاتې شویدي او رژیم د هغو خلکو پرضد پوځي اقدامات کوي چې د پوځي کودتا مخالفت کوي.

د ایتوپیا د تیګري په سیمه کې د افریقايي اتحاد د هڅو په پایله کې د جنګ د دوه خواوو ترمنځ ماتېدونکی اوربند رامنځته شوی.

تیرانا حسن په دې اړه وویل: "د اوربند د دوام لپاره په کارده چې د هغو لویو جنایتونو پلټنه وشي چې د تیګري په سیمه کې ترسره شویدي."

په رپوټ کې ویل شویدي چې د اقلیم بدلون د نړۍ په کچه د انسانانو په اساسي حقونو زیاتېدونکی اغیز لري. رپوټ زیاتوي، د نړۍ حکومتونو ته په کارده چې د سونګ د فوسیلي موادو په کارولو له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG