د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیرکال د ماینونوپه چاودنو کې ۱۸۰ کسان مړه شوي


د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت وايي، چې په افغانستان کې د ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې ۱۸۰ تنه مړه شوي او ۳۱۰ نور ټپیان شوي دي.

ددغه وزارت د همغږۍ او ماین پاکۍ د چارو رئیس نورالدین رستم خیل د دوشنبې په ورځ، جولای۳۱ (زمري نهم) کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې تیرکال دغه وزارت په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنې ۲۵۲ پیښې ثبت کړي، چې ۴۹۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

رستم خیل په افغانستان کې د ښخ شویو ماینونو د پاکولو د روان بهیر په اړه وویل، چې اوس مهال په دغه هیواد کې د ۱۲۰۰ کیلو مترو مربع ساحه په ماینونو او ناچادو توکو ککړه ده.

هغه وویل، چې تیر لمریز کال کې د ۶۵ کیلو مترو مربع ساحې څخه مایونه او ناچاودې توکي پاک شوي دي.

ښاغلي رستم خیل وویل:" په تیر یوکال کې ۶۵ کیلو متره مربع ځمکه د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه شوې ده او اوس مهال ۱۱۹۹ کیلو متره مربع ځمکه باندې ماینونه او ناچادوې توکي ثبت شوي دي، لا هم پاتې دي".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" مۍ ۲۲ (غبرګولي لومړی) په یو راپور کې ویلي و، چې تیر ۲۰۲۲ کال افغانستان کې هره ورځ دوه افغان ماشومان د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو د پیښو قرباني شوي دي.

اوچا ویلي:" په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې ۷۰۰ ماشومان د ځمکې د ماینونو او جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو او کورني ماینونو د چاودنو په پیښو کې مړه او یا ټپیان شوي دي. دا په اوسط ډول په ورځ کې د دوه ماشومانو تلفات ښيي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دا نه دي ویلي، چې تیرکال د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې څومره ماشومان مړه شوي او څومره نور ټپیان شوي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې "یونیسف" د شمیر له مخې د روان ۲۰۲۳میلادي کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مارچ تر میاشتې په افغانستان کې ۱۳۴ ماشومان د ماین او ناچاودو توکو په چاودنو کې یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

ددې دمخه د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي و، چې په افغانستان کې ماینونه او ناچاودې توکي ملکي وکړو په ځانګړي ډول ماشومانو لپاره په دغه هیواد کې په یو دایمي ګواښ بدل شوي دي.

سره صلیب د کمیټې په دغه راپور کې، چې د جون په میاشت کې یې خپور کړی ویلي، چې که څه هم افغانستان کې جګړې کمې شوي، خو د دغه هیواد د خلکو ژوند د ماین پاکۍ د پروګرام د ورو او په ځنډ د فعالیتونوله امله لا هم د ماین د ګواښ سره مخ دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو وروسته د ماین او ناچادو توکو د قربانیانو شمیر زیات شوی دی.

دغې کمیټې ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۳ کال د جون تر میاشتې په افغانستان کې په ۵۴۱ پیښو کې د ۶۴۰ ماشومانو مرګ ژوبله ثبت کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG