د نړۍ د یو شمیر اسلامي هیوادونو په څیر د طالبانو د حکومت سترې محکمې هم تیره شپه ډیر ناوخته افغانستان کې د دوشنبې ورځ مارچ ۱۱( کب ۲۱) د روژې لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې، خو ډیرو کسانو ویلي چې د دغې محکمې د پریکړې څخه پر وخت نه وو خبر شوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان کړی و چې د دوشنبې په ورځ روژه نه ده او ددغې محکمې د روژې د میاشتې د لیدنې کمیټه به د دوشنبې د ورځې په پای کې غونډه وکړي.
خو ددې اعلان وروسته د شپې په شاوخوا یوه بجه دغې محکمې وویل چې په کندهار ولایت کې عیني شاهدانو میاشت لیدلي او دغې محکمې هم د هغوی شاهدي تائید کړې ده او د دوشنبې ورځ د روژې د میاشتې لومړۍ ورځ ده.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي:" د سترې محکمې د پریکړې له مخې نن شپه ناوخته شاهدان تیر شول چې د رمضان مبارک میاشت را بره شوې ده. په همدې اساس سبا ورځ دوشنبه په افغانستان کې د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده، ټول هېوادوال دې خبر وي".
کابل کې د رحیم الله په نوم یواوسیدونکي امریکا غږ ته وویل د دوشنبې په سهار خبر شو چې نن روژه ده. دی او ده او دده د کورنۍ په څير ډیرو کورنیوپه نهاره نن روژه نیولې ده.
افغانان د ډیرو اوږدو کلنو راهیسې روژه او اختر د سعودي عربستان سره یوځای لمانځي، خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د طالبانو حکومت د سترې محکمې د رئیس تر مشرې لاندې د روژې د میاشتې د لیدلو او د روژې د اعلان لپاره د رویت هلال کمیټې په نوم یوه کمیټه ټاکلې ده. دا کمیټه د روژې او اختر د ورځو د ټاکلو اعلانونه کوي.
سعودي عربستان د دوشنبې ورځ د روژې د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې ده. د سعودي عربستان د اعلان وروسته په ټولنیزو رسنیو کې پ زیات شمیر افغانانو په ځانګړي ډول بهرنیو هیوادونو کې میشتو افغانانو د روژې د رسیدلو له امله خلکو ته مبارکۍ ورکړې وې.
طالبانو تیرکال په افغانستان کې د سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته روژه اعلان کړې وه.
د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د روژې رسیدلو له امله په یو پیغام کې چې د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز او ویاند دفتر له خوا خپور شوی له خلکو غوښتي چې د روژې په میاشت کې د بې وزلو په ځانګړي ډول هغه افغانان چې په زلزلو او نورو طبیعي پيښو کې ورته زیان رسیدلی، راستانه شوي کډوال، د شهیدانو کورنۍ، کونډې او د یتیمانولاس نیوی وکړي.
ملا محمد حسن اخوند ویلي: "څرنګه چې رمضان المبارک د لورئینې او ترحم میاشت ده، نو تجاران او پلورونکي باید نرخونه د امکان تر حده را ټیټ کړي، ترڅو د بې وسه هیوادوالو مرسته وشي. ټول مسؤل چارواکي باید د نرخونو د لوړیدو د مخنيوي په موخه جدي نظارت او اړين اقدامات وکړي".
ملا محمد حسن اخوند په دغه پیغام کې د فلسطین په غزه کې د روانې جګړې یادونه هم کړې او د فلسطنیانو سره یې د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د نړیوالو سازمانونو او اسلامي هیوادونو څخه ددغې جګړې د بندیدو لپاره د اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.
افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغانانو ته د روژې د میاشتې د بره کیدو له امله مبارکي ورکړې ده.
ددې سربیره افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" او د ملګرو ملتونو ځینو نورو ادارو او افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې هم افغانانو ته د روژې د میاشتې د بره کیدو مبارکي ورکړې ده.
په افغانستان کې د روژې د میاشتې د پیل په اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې دا ضد او نقیض اعلانونه په داسې حال کې کړي چې د دغه هیواد په دوو ګاونډیو پاکستان او ایران کې د دوشنبې په ورځ روژه نه ده پیل شوې.
فورم \ دبحث خونه