د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیرو لسو ورځو کې مو په څه باندې ۸۱ میلیونو ډالرو خام تیل پلورلي


د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې اوس مهال افغانستان د ۱۰ او ۱۵ فیصدو پورې د نفتو خپلې اړتیاوې د کورنیو تولیداتو څخه پوره کوي.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې اوس مهال افغانستان د ۱۰ او ۱۵ فیصدو پورې د نفتو خپلې اړتیاوې د کورنیو تولیداتو څخه پوره کوي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په لومړۍ ځل یې په افغانستان کې په تیرو لسو ورځو کې د امو د سیندیزې نفتي حوزې د تیلو له څاګانو څخه ایستل شوي ۱۵۰ زره ټنه خام تیل په ۸۱.۶ میلیونو ډالرو پلورلي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن د یکشنبې په ورځ هم د جون نهم (جوزا۲۰) د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۰ ميليونو او ۵۴۹ زره امريکايي ډالرو په ارزښت خام تيل د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ۱۰ ميليونه ۵۴۹ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د امو دریا نفتي حوزې اړوند د انګوټ سیمې ۲۰ زره ټنه خام نفت د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شو. په دې داوطلبۍ کې ۱۰ شرکتونو ګډون کړی و، چې د قيصر بابا ليمېټډ شرکت په لوړ قيمت سره د دغې داوطلبۍ ګټونکی اعلان شو".

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د ایکس په پاڼه لیکلي وو، چې په تېرو لسو ورځو کې دغه وزارت د امو د نفتي حوزې څخه ۱۳۰ زره ټنه خام تېل ایستلي او پلورلي دي.

هغه ویلي: "د کانونو او پټرولیم وزارت په تېرو لسو ورځو کې د څه باندې ۷۱.۶ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د آمو دریا نفتي حوزې۱۳۰۰۰۰ ټنه خام نفت په هېواد کې دننه د پروسس په موخه په خپلو کورنیو پانګوالو پلورلي، سبا [یکشنبه] به هم ان شاء الله ۲۰ زره ټنه خام نفت د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلوري، په لومړي ځل افغانستان دوه اونیو کې ۱۵۰۰۰۰ زره ټنه خام نفت پلوري. الحمد لله".

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې اوس مهال د افغانستان د ۱۰ او ۱۵ فیصدو پورې د نفتو خپلې اړتیاوې د کورنیو تولیداتو څخه پوره کوي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت د تیر ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پنځمه (مرغومې ۱۵) د امو دریا د نفتي حوزې د تیلو د ایستلو تړون د "CPEIC"چینايي شرکت سره لاسلیک کړی وو.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې دغه چینايي شرکت مکلف دی چې په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیون ډالر او په راتلونکو دریو کلونو کې د دغې ساحې په استخراج کې ۵۴۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د چینايي شرکت سره د دغه تړون د لاسلیک غونډې ته په وینا کې ویلي و چې په دغه حوزه کې د نفتو پنځه ساحې تثبیت شوي چې ظرفیت یې ۸۷ میلیون بیرل نفت اټکل شوي دي.

هغه ویلي و چې د قشقري په سیمه کې د ورځې د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ ټنو نفت استخراج کیږي، خو د دغه تړون په لاسلیک سره به د ورځې دغه استخراج ۱۰۰۰ ټنو ته لوړ شي او تر هغه وروسته به په تدریجي ډول نور هم زیات شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي وو: "په دغه تړون کې د افغانستان حکومت ۲۰ فیصده شریک دی او افغانستان ته ۱۵ فیصده د امتیاز حق ورکول کیږي او د هغه فورمول له مخې چې له هغوی سره یې لرو دغه ونډه به ۷۵ فیصدو ته لوړه شي."

د پخواني جمهوري رژیم پر مهال هم ددغې حوزې د تیلو د ایستلو تړون یو بل چینايي شرکت ته ورکړل شوی و، خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې د تیلو د ایستلو کار نه وو پیل کړی، چې بیا واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته تیرکال ددغې حوزې د تیلو د ایستلو تړون د "CPEIC"چینايي شرکت ته ورکړل شو.

افغانستان کې د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د امو دریا د سیندیزې نفتي حوزې شاوخوا ته د تیلو او ګازو د موندلو لپاره د پخواني شوروي اتحاد سره تړون لاسلیک شوی وو، خو د پخواني شوروي اتحاد شرکتونو د اوږدو لسیزو لپاره په دغه ساحه کې د کار او پلټنو سره سره په دغه سیمه کې د تیلو په ایستلو نه وو بریالي شوي، خو د شبرعان ولایت کې یې د طبیعي ګازو یو شمیر څاګانو څخه ګاز ایستلی و، چې په ډیره ټیټه کچه ورڅخه کار اخیستل کیده.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژي د ادارې د وروستیو کلنود یوېسروې له مخې افغانستان د طبیعي زیرمنو څخه یو ډک هیواد دی، خو د زیربناو د نه پرمختګ او اوږدو کلنو جګړو په ګډون ددغو زیرمنو د سپړلو لپاره تراوسه د پام وړ پانګونه نه ده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG