د لاس رسي وړ اتصالات

د کانونو غیرمسلکي کیندنې د افغانستان اقتصاد ته زیان اړوي - کارپوهان


په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یو شمیر کانونو د سپړلو دپاره له بهرنیو شرکتونو سره په داسې حال کې د تړونونو خبر ورکړی چې د کانونو د چارو افغان کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې که دغه چاره په مسلکي توګه ترسره نشي، د افغانستان طبیعي زیرمو ته به زیان پېښ کړي.

افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیز جګړو له امله ددغه هیواد د کانونو په سکټور کې تراوسه چندانې پانګونه نه ده شوې. د طالبانو مقامات وايي، په ۲۵ ولایتونو کې یې ۴۹۳ کانونه او کاني ساحې په لمړنۍ توګه سروې کړي دي.

د طالبانو حکومت تازه خبر ورکړی چې په هرات او غور ولایتونو کې د اوسپنې او سربو (لیډ) د کانونو د سپړلو چارې داوطلبۍ ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال ضیاالرحمان اریوبي وویل: "د هرات ولایت د اوسپنې او د غور ولایت د سُربو او جست اته بلاکونه داوطلبۍ ته سپارل شوي او اسناد یې د وزارتي کمیټې له ارزونې نه وروسته اقتصادي کمیسون ته لیږل شوي دي."

که څه هم د طالبانو مقامات وايي چې د دې کانونو د سپړلو قراردادونه د داسې بهرنیو شرکتونو سره شوي چې له افغان شرکتونو سره ګډ کار کوي، خو د کانونو د چارو افغان کارپوهان وايي د سیمې د هېوادونو له شرکتونو سره په دې قراردادونو کې نړیوال نورمونه په نظر کې نه نیول کیږي.

د کانونو څېړونکی جاوید نوراني وايي: "د دې قرادادونو ترشا ایرانۍ کمپنۍ دي، هغه انګلیسي کمپنۍ یوازې اسناد ورته برابر کړي دي. ویل کیږي چې دوی په واسطو باندې دا قراردادونه تر لاسه کړي دي."

نوراني اندېښنه ښيي چې د کانونو غیرمسلکي سپړل به په راتلونکي کې افغانستان ته ستر اقتصادي زیانونه پېښ کړي.

د امریکا د جیولوژي د ادارې د یوې څیړنې له مخې د لیتیم منرال په ګډون د افغانستان د طبیعي منابعو ارزښت له یو تریلیون ډالرو څخه زیات دی.

طالبانو له دې وړاندې د افغانستان د لیتیمو او ځینو نورو کانونو د سپړلو په برخه کې د چینايي شرکتونو د لیوالتیا خبر ورکړی و.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د اپریل په میاشت کې وویل چې یو چینايي شرکت غواړي افغانستان کې د لیتیم د کانونو په سپړلو کې تر لسو میلیاردو ډالرو پورې پانګونه وکړي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته چین لومړی بهرنی هیواد و، چې ددغه هیواد د "CPEIC" شرکت د طالبانو د حکومت سره د امو سیند د حوزې نفتو د استخراج تړون د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې لاس کړ.

که څه هم کارپوهان د افغانستان د زیرمو د استخراج په برخه کې د چین پانګونه د هېواد د اقتصاد په ګټه بولي، خو پر طالبانو غږ کوي چې د هېواد د کانونو د سپړلو په برخه کې په نړیوالو قراردادونو کې نورمونه او د افغانستان ملې ګټې په نظر کې وساتي او اجازه ورنکړي چې بهرني شرکتونه په افغانستان کې د روان اقتصادي او سیاسي سخت حالت څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG