د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون: طالبانو د سولې پر تړون عمل نه دی کړی


د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې وسله والو طالبانو د دوحې پر تړون عمل نه دی کړی.

د اسوشېټيډ پريس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون پنجشنبه جنورۍ ۲۸( سلواغې نهمه) ویلي چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده ډلې سره د اړیکو پرېکولو برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د راپور له مخې پنټاګون ویلي چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه د طالبانو لخوا د ژمنو نه عمل کول دا پوښتنې رامنځته کوي چې ایا د راتلونکې مۍ میاشت کې به ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي چې متحده ایالات د سرتیرو ایستلو په اړه د دوحې تړون ته ژمن دي، خو ټینګار یې کړی چې وسله وال طالبان هم باید یاد تړون د ژمنتیا په ښودلو تاوتریخوالی بند او له القاعده شبکې سره اړیکې قطعه کړي: "طالبانو تر اوسه د سولې په تړون عمل نه دی کړی."

بلخوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تیره شپه له ولسمشر غني سره د تلیفوني خبرو پر مهال ویلي چې د امریکا متحده ایالات به هغه توافقنامه بیا وڅیړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې امضا شوې چې وګوري طالبان د امضا څخه راپدیخوا په خپلو کومو تهداتو باندې دریدلي دي او د افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره یې څومره لاره هواره کړې ده.

وسله والو طالبانو بیا د امریکا د دفاع وزارت څرګندونو ته ځواب کې ویلي چې دوی د دوحې پر تړون عمل کړی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې طالبان د دوحې تړون عملي کولو ته ژمن دي او د امریکا متحده ایالاتو څخه یې هم غوښتي چې یاد تړون ته ژمن پاتې شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو.

د یاد تړون له مخې وسله وال طالبان باید تاوتریخوالی کم او د القاعده په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې قطعه کړي. په مقابل کې باید د روان کال تر مۍ میاشتې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووزي.

د امریکا متحده ایالاتو روانه میاشت خبر ورکړ چې په افغانستان کې د خپل سرتیرو شمېر تر بل هر وخت ډير ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی.

XS
SM
MD
LG