د لاس رسي وړ اتصالات

د حجاب په اړه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت حکم


د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یو تازه حکم کې له ټولو مېرمنو څخه غوښتي چې اسلامي حجاب رعایت کړي.

یاد وزارت نن شنبه مې اوومه (غوايي ۱۷) په دې اړه تازه سپارښتنه کې ویلي چې "د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی."

په بیان کې ویل شوي، په هره جامه چې بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، خو زیاتوي چې نازک او تنګ نوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي د ښځو لپاره چادري د شرعي حجاب «بهترین» ډول دی. خو زیاته کړې یې ده چې د حجاب په نوم مروجه تور رنګه جامه او څادر هم شرعي حجاب دي.

په دغه حکم کې راغلي:"هغه ښځې چې د عمر په لحاظ زړې یا وړې نوي له نامحرمه نارینوو سره د مخامخ کېدو پرمهال به د فتنې له امله د شرعي هدایاتو مطابق له سترګو پرته خپل مخ ضرور پټوي."

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې په لومړي قدم کې به دوی د رسنیو او ممبرونو له لارې کورنیو ته د حجاب د حکم د اهمت په اړه معلومات ورکوي او هم په عامه ځاینونو کې په دې اړه د عامه پوهاوي پیغامونه خپروي.

خو یاد وزارت ویلي هغه مېرمنې چې شرعي حجاب نه رعایتوي د کورنیو مشرانو ته به یې د مېرمنو د حجاب رعایتونو توصیه کیږي.

د طالبانو په حکم کې ویل شوي:" د بې حجابه مېرمنې دې په لومړي ځل کور په نښه کړل شي د هغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې کړای شي.په دویم ځل دې ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي.په دریم ځل دې ولي درې ورځې حبس کړل شي.په څلورم ځل دې ولي محاکمو ته وسپارل شي ترڅو په مناسبه سزا محکوم کړل شي."

په دغه حکم کې ویل شوي هغه مېرمنې چې د «اسلامي امارت» اړوند ادارو کې کار کوي او حجاب نه مراعتوي له دندې وشړل شي.

په بیان کې راغلي که چیري د حکومتي مامورینو او منسوبینو لوڼې حجاب نه رعایتوي دندې به یې تعلیق شي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې مخکې هم په کابل ښار کې د شعارونو په نصبولو سره له ښځو څخه غوښتي و چې "حجاب" مراعت کړي. خو تر هغه وروسته یو شمېر مېرمنو د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو پر ضد مظاهرې وکړې.

یاد وزارت له نارینه وو څخه هم غوښتي وو چې خپلې ږیرې لنډې نکړي او همدارنګه یې له خلکو څخه غوښتي و چې د موسیقۍ له اورېدلو ډده وکړي.

دا په داسې حل کې ده چې تر دې مخکې د ښځو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو د طالبانو حکومت لخوا پر مېرمنو د محدودیتونو زیاتو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

تر دې مخکې د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي و که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید د افغانانو بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقوقو ته درناوی وکړي.

خو د امربالمعروف وزارت سرپرست خالد الحنفي نن شنبه په کابل کې د حجاب په اړه غونډې ته وویل:" موږ غواړو چې خویندې مو په عزت سره په محفوظ ډول ژوند وکړي."

XS
SM
MD
LG