د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: امریکايي پلاوي سره مو د بشري حقونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د قطر په پایتخت دوحه کې له امریکايي پلاوي سره کتلي او په افغانستان کې یې د بشري حقونو پر وضعیت او نورو مسایلو خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دې اړه په ټویټر کې په خپاره کړي بیان کې د بشري حقونو د وضعیت او یا د امریکا له لورې د غوښتنو په اړه څه نه دي لیکلي.

هغه لیکلي چې په دې دوه ورځنۍ کتنه کې چې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ او د هغه له ملګري پلاوي سره ترسره شوه، د افغانستان د مالیې وزارت او د مرکزي بانک استازو هم ګډون کړی و.

بلخي لیکلي چې په دې غونډه کې "د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخیستلو، تورو لیستونو او بندیزونو لیري کولو، د افغانستان بانک زیرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وشوې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۴ (زمري څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ټام ویسټ او د افغانستان د ښځو او بشري حقونو دپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري روانه اونۍ د طالبانو له استازو او "د افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو" سره په دوحه کې ګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کوم طالب چارواکي یا "مسلکي تکنوکرات" نوم نه دی اخیستی چې ټاکل شوې له امریکایي چارواکو سره وګوري.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي و چې "د بحث په اصلي موضوعاتو کې به د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیاواکمنېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړې باندې محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو تازه په ټول افغانستان کې ښځینه سینګارتونونه وتړل او ښځې له وړاندې پارکونو او زنانه حمامونو ته له تللو منع شوې وې.

امریکايي پلاوي تراوسه په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو جزیات ندي څرګند کړي.

خو امریکايي چارواکو او نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې اساسي بشري ازادیو او حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او لږکیو پر حقونو ټینګار کړی او په وار وار یې ویلي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، محدودیتونه لیرې کړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG