د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو هیئت د خبرو لپاره ژنیف ته تللی


عکس ارشيف
عکس ارشيف

د طالبانو یو هئیت د سه شنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغې ۱۹) د یوه غیر دولتي بنسټ په کوربه توب د سیاسي او بشري مسایلو په اړه د بحث په هدف د سویس ژنیف ته تللی دی.

اسوشیټد پرس لیکلي په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري کړکیچ مخ په زیاتیدو دی طالبانو خپل نړیوال تعامل زیات کړی دی.

ATS خبري آژانس راپور ورکړی چې د طالبانو په دفاع وزارت کې د تصفیې د کمیسیون رئیس لطیف الله حکیمي ددغه لس کسیز پلاوي مشري کوي.

که څه هم ټاکل شوېده دا هیئت د سویس او نورو اروپايي چارواکو او همدارنګه د سره صلیب له مسولینو سره وګوروي خو د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ژنیف ته د طالبانو د هیئت ورتګ د طالبانو د حکومت د رسمي پيژندلو په مانا ندی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په نیمایي‌ کې په افغانستان واکمني ټینګه کړه او امریکا او متحدینو یې په هغه هیواد کې خپل شل کلن حضور پای ته ورسوه.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان له مالي کړکیچ، انفلاسیون او د وزګارۍ له زیاتیدو سره مخ شوی دی. د بهرنیو مرستو بندیدو په هغه هیواد کې چې د لسیزو جګړو له امله ستونزو سره مخامخ و، بشري وضعیت نور هم خراب کړ.

د ژنیف د Call foundation چې د جګړو پرمهال د ملکي وګړو ساتنه کوي، ویلي دي چې د افغانستان په اړه له دوشنبې تر جمعې ورځې پورې د تړلو دروازو تر شا د یوې غونډې کوربه توب کوي.

یاد بنسټ ددغې غونډې هدف هغه هیواد ته له ځنډ پرته د بشري مرستو په رسیدو کې چټکتیا ښودلې ده.

دغه غیر دولتي بنست په یوې اعلامیه کې ویلي دي: "یاد هیواد د تیرو وسله والو جګړو ، کویډ۱۹ او ټولنیزو - اقتصادي عواقبو یې، او ناوړې هوا له امله له یوه پیچلي بیړني حالت سره مخامخ دی."

د ژنیف Call foundation بنسټ ویلي دي چې نن ۲۳ میلیون افغانان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي او د هغه هیواد ۹۷ سلنه اوسیدونکي د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

یاد بنسټ وایي د بشري مرستو، د ملکي افرادو او صحي برخې د کارکوونکو د ساتنې او د ماینونو او ناچاودیدونکو توکو په اړه یې د خبرو لپاره د طالبانو یوه هیئت ته بلنه ورکړې ده.

د طالبانو د‌ پلاوي دا سفر یوه اوونۍ وروسته له هغه وشو چې د طالبان د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تیره اوونۍ د ناروې له پلازمینې اوسلو څخه تر ستنیدو او د غربي هیوادونو له چارواکو سره تر ملاقات وروسته د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې طالبان احساس کوي نړیوال رسمیت پيژندلو ته نږدې کیږي.

تر اوسه هیڅ هیواد طالبان په رسمیت ندي پيژندلي خو ښاغلي متقي ویلي دي چې هغوی به کرار کرار د نړیوالې ټولنې د منلو وړ وګرځي.

ښاغلي متقي وویل،"موږ دې هدف ته نږدې کیږو." هغه له واشګټن څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ آزادي کړي او په هغه هیواد کې د بشري کړکیچ د کمیدو لپاره مرسته وکړي. خو امریکایي چارواکو تر اوسه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو آزادیدل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG