د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د طالبانو یو مقام: غیر افغاني لباس اغوستل جرم او د مجازاتو وړ دي 


یو طالب مقام د غزني ولایت د جاغوري په ولسوالۍ کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د غیر افغاني لباسونو اغوستل «جرم» دی او د دغه حکم څخه سرغړوونکې به «مجازات» شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه طالب چارواکي د خبرداري ویډیو خپره شوې ده. په ویډیو کې د هغه نوم اخیستل شوی نه دی، خو سیمه ایز خلک وايي چې هغه د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د ریاست یو مسئول دی. هغه خلکو ته خبرداری ورکوي که یې غیرافغاني لباس واغوست، وبه نیول شي.

هغه په دغې ویدیو کې وایي: «په دې پوه شئ چې تنګ لباس، پنجابي لباس، لنډ لمن دار لباس.... دوه لمن لرونکي لباس زموږ د فرهنګ [لباسونه] نه دي. له دې وروسته که هره خور له دغه لباس څخه استفاده کوي، مجرمین دي.»

هغه وايي چې د سرغړونې په صورت کې به اصلي «مجرمین پلرونه او وروڼه ګڼل کېږي» او په خبره یې «باید ونیول شي او مجازات» شي.

یو عیني شاهد، چې د امنیتي اندېښنو له کبله نغواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، د طالبانو د دغه مقام خبرې تائید کړې.

داسې ښکاري چې طالبانو تېره ورځ د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو ته دا خبرداری ورکړی دی. طالبانو همدغه راز نارینه وو ته خبرداری ورکړی چې نور «پتلون او یخن قاق» اغوستلای نشي او اغوستل یې «جرم» دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر دیني عالمان وايي د لباسونو اغوستل د هر هېواد په فرهنګ پورې تړلي او همدا علت دی چې په بېلا بېلو هېوادونو کې مسلمانان بېلابېل لباسونه اغوندي.

د امریکا د و یرجینیا ایالت د یو اسلامي مرکز مسئول محمد رسول طاهري د طالبانو دغه خبرداري ته په اشارې وویل: «دا هېڅ مانا او مفهوم نلري. په قران کې د ستر او عورت او په حدیثونو کې د لباس د څرنګوالي یادونه شوې ده، نه دا چې لباس باید د کوم فرهنګ په اساس وي.»

طاهري زیاته کړه: «په قران کې د نارینه وو[د لباس] په اړه ویل شوي چې د نوم څخه نیولې تر زنګون پورې وي او د ښځو لپاره له غاړې [یخن] څخه نیولې تر پوندو پورې وي، داسې چې د ښځو وېښته باید په څادر کې پټ وي او داسې لباسونه دې نه اغوستی، چې په لیدو یې فکر وشي لباس یې نه دی اغوستی.»

دغه دیني عالم وویل چې په افغانستان کې د نارینه وو او ښځو لباسونه د پیغمبر د وخت د لباسونو سره د مقایسې وړ نه دي او څوک که فکر کوي چې د افغانانو لباس اسلامي دی، تېروتنه کوي.

د جاغوري اوسېدونکي وایي چې طالبانو تر دې مخکې هم دوی ته د لباس اغوستلو په اړه خبرداری ورکړی و، خو دا خبرداری یې «وروستی » دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د دغې ډلې له لورې په خلکو باندې فشارونه او بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

په کابل کې ځینو خلکو امریکا غږ ته ویلي دي چې د کمېس او پرتوک اغوستل، خولۍ په سر کول او ږېره پرېښودل په دولتي ادارو کې د کار کولو اساسي شرایط ګڼل کېږي او که څوک دا نکوي، له کار څخه شړل کېږي.

طالبانو همدغه راز د نجونو پوهنتونونه، ‌متوسطه او عالې لېسې تړلي او د هغوی په کار او نور دا ډول مشارکت باندې یې کلک بندیزونه لګولي دي. د بشري حقونو ادارې دا بندیزونه په کلکه غندي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کوي، خو طالبان ادعا کوي دوی د «شریعت» په اساس دا پرېکړې کړي.

XS
SM
MD
LG