د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار اعتراض کوونکې: ښځې له ټولنې نشي حذف کیدای


په تخار کې د ښځو مظاهره
په تخار کې د ښځو مظاهره

په تخار کې یو شمېر اعتراض کوونکي ښځې وايي، ښځې له ټولنې حذف کیدونکې ندي او له طالبانو یې غوښتي چې دوی ته د زده کړې او کار اجازه ورکړل شي.

دغو اعتراض کوونکو مېرمنو، چې د تخار د ښځو د یووالي او پیوستون د څپې غړې دي، د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولي ۴) په تالقان ښار کې یو لاریون وکړ.

لاريون کوونکو په دغه لاريون کې د "ډوډۍ، کار، ازادۍ"، "تعليم زموږ حق" او "پریږدئ چې زده کړې وکړو" شعارونه ورکول.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې وویل چې په دغه لاریون کې د پوهنتونونو استادانو، د ښوونځیو استادانو، محصلینو او هغو زده کوونکو ګډون کړی چې له زده کړو څخه محروم شوي دي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې دا حرکت له یو کال راهیسې رامنځته شوی او دوی د طالبانو د کړنو پر ضد خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د هغې په وينا، په ننني لاريون کې شاوخوا څلوېښتو نجونو او مېرمنو برخه اخيستې وه.

دغې مظاهره کوونکې مېرمنې وویل، ښځې له ټولو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي صحنو څخه ایستل شوي او زموږ غوښتنه دا ده چې "موږ ته د کار، ازاد ژوند او د زده کړو حق راکړل شي".

یوې بلې معترضې ښځې وويل چې نن هم لاريون د طالبانو له خوا وځپل شو او طالبانو لاريون کوونکي خواره واره کړل.

هغې د يووالي او پيوستون د څپې د راتلونکو پلانونو په اړه وويل، چې ښځې اړې دي چې خپل دردونه د لاريونونو له لارې بيان کړي، څو نړيواله ټولنه او يا هم طالبان ورته غوږ ونیسي.

دغې لاريون کوونکې میرمنې زياته کړه: "موږ په دې دوو کلونو کې له هرې ممکنې لارې کار واخيست، خو له بده مرغه اغېز یې ونه کړ. که مونږ چوپ پاتې شو، مانا دا چې درد، ستونزې، محروميت او محدوديتونه نشته او طالبان هم داسې فکر کوي چې ښځې له دې وضعیت څخه راضي دي او نړیواله ټولنه فکر کوي چې کومه ستونزه نشته.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې بیا واکمن کیدو وروسته، طالبانو په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي دي. دغې ډلې نه یوازې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او حتی د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو او نجونو پر کار کولو بندیز لګولی، بلکې تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو د زده کړو مخه هم نیولې ده.

خو بیا هم طالبان ادعا کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی لري او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو لپاره کار روان دی، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

دا پداسې حال کې دي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټرانو د اته ورځني سفر وروسته ویلي چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض بنسټیز شوی او طالبان د ښځو په وړاندې په سخته توپیري بڼه حکومت کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ او په ملګرو ملتونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د کاري ډلې مشرې ډوروتي استرادا تانک د می په ۵ مه په جنیوا کې د افغانستان په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

دې کمیټې په خپل راپور کې ویلي، "طالبان د ښځو ضد په سخته افراطي بڼه حکومت کوي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې په تېرو دوو لسیزو کې تر لاسه شوي نسبي پرمختګ له منځّ وړي. طالبان د دین څخه خپل ځانګړی تفسیر پر خلکو تحمیلوي چې څرګنده د اکثریت افغامنانو لپاره د منلو وړ نه دی."

په راپور کې راغلي: "موږ وړاندیز کوو چې نړیواله ټولنه د جنډر اپارتایډ پدیدې په وړاندې چې د یو بنسټیز سیستم له لارې د ښځو او نجونو د تبعیض، جلا کولو، سپکاوي او ګوښه کولو لپاره رامنځته شوی د لازیاتو معیاري ستندردونو او لارو چارو څخه کار واخلي."

XS
SM
MD
LG