د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان پاکستان ته: افغانستان سیمه کې د هر هیواد د امنیتي ناکامۍ مسوول نه دی


په باجوړ کې ترهګریز برید
په باجوړ کې ترهګریز برید

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ ناوخته اګست اتم (زمري ۱۷) یو ځل بیا ویلي،چې پاکستان ددې پر ځای، چې خپل امنیت پیاوړی کړي او په دغه هیواد کې د بریدونو مخه ونیسي، د طالبانو پر حکومت تورونه لګوي.

د طالبانو د حکومت ویاند دا څرګندونې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر د څرګندونو په غبرګون کړي دي.

جنرال منیر اګست اووم (زمری۱۶) د پیښور په بالاحصار کې یوې غونډې ته په وینا کې یوځل بیا د طالبانو حکومت باندې ددغه هیواد مخالفو وسله والو ته د پناه او په ازاد ډول د فعالیت د اجازې د ورکولو تورونه ولګول

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال منیرله قوله ویل شوي: "پاکستان د افغانستان په خاوره کې هغو ډلو ته چې بندیز پرې لګول شوی د پناه ځایونو په ورکولو او په ازاد ډول د دغو ډلو په اقداماتو باندې اندیښمن دی".

همداشان جنرال منیر په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې د افغانانو په ښکیلتیا باندې یو ځل بیا اندیښنه وښودله او ویې ویل، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي . هغه وویل،چې دا ډول اقدامات د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه ده.

ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] دا تورونه په کلکه ردوي او پاکستاني مسولینو ته دا ورپه یادوي، چې افغانستان د اوږدو جګړو څخه راوتلی هیواد دی او په بل هیڅ هیواد په ځانګړي ډول په ګاونډیو هیوادونو کې ناامني نه غواړي".

همداشان د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې، "د افغانستان حکومت [طالبانو حکومت] یو ځل بیا خپل اصولي دریځ تکراروي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد د امنیت پرخلاف وکاروي، خو دا په دې معنی هم نه ده، چې افغانستان د سیمې د هر هیواد د امنیتي ناکامۍ مسوول وي... پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت سره دقیق چلند وکړي او په خپل کور کې یې حل ولټوي".

مجاهد په دې اعلامیه کې ادعا کړې، چې طالبانو امنیتي ځواکونو تیرکال د داعش د ډلې ۱۸ پاکستاني غړي چې په افغانستان خاوره کې یې چاودنې او بریدونه کول وژلي او لسګونه نوریې ژوندي نیولي دي، چې اسناد یې هم د طالبانو سره شته دی.

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د ډلې د پاکستاني غړو فعالیتونو ته په اشارې ویلي: "ددې پر ځای چې مونږ پاکستاني لیورې ته د پړې ګوته ونیسو د افغانستان حکومت [طالبانو حکومت] خپل امنیتي تدابیر ټینګ کړي چې الحمدالله نتیجه یې هم ونیو".

د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، چې که دا بریدونه دوام ومومي باید دواړه هیوادونه په ګډه ورته د حل لار ولټوي.

ددې دمخه تیره اونۍ په پاکستان کې یو لوړ پوړي چارواکي امریکا غږ ته ویلي‌ و، چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د سرحد په پورې غاړې او په پاکستان کې بریدونه "حرام" بللي دي.

دغه چارواکي، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ویلي دي، چې دا مسئله کابل ته تیره میاشت د اسلام اباد د ورغلي پلاوي سره په خبرو کې مطرح شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو پلاوی د جولای میاشت کې کابل ته سفر کړی و او هلته یې له طالبانو د حکومت د چارواکو سره خبرې کړې وي.

د دغو غونډو په اړه باخبره سرچېنې امریکا غږ ته ویلي چې په غونډو کې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو "ټي ټي پي" د بریدونو او په افغانستان کې د "هغوی د موجودیت" په اړه بحثونه شوي وو.

دغه سرچینه وايي چې طالبانو په دې اړه د هبت الله "فرمان" هم له پاکستاني مقاماتو سره شریکه کړې. وايي په فرمان کې ویل شوي‌ چې ملا هبت الله له افغانستان څخه د سرحد په پورې غاړې او په پاکستان کې بریدونه "حرام" ګڼلي او طالبانو خپل هوډ بیا تازه کړی چې چاته به اجازه ورنکړي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

په عین حال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د اګست پنځم (زمري ۱۴) د خپل ټویټر په پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد د وینا ځینې برخې خپرې کړي، چې په کې هغه له طالب وسله والو غوښتي، چې د افغانستان بهر دې په نورو هیوادونو کې جګړې لپاره نه ځي.

د طالبانو د دفاع وزیر په دغه وینا کې چې یوازې په غږیزه بڼه خپره شوې ویلي: "اوس د امیر امر دی. اطاعت یې واجب او فرض دی او لازم دی. که څوک له افغانستان څخه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جهاد یې جهاد نه بلل کېږي... امیر مجاهدین د جنګ څخه بند کړي او بیا هم دې روان یې جنګ ته دغه جنګ، جنګ دی جهاد نه دی".

نږدې لس ورځې دمخه په پاکستان کې په یو ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي و. ددې برید مسولیت داعش په غاړه اخیستی و.

همداشان پاکستاني چارواکو ویلي و، چې د مۍ په میاشت کې د بلوچستان ایالت د ژوب په سیمه کې د پاکستان د پوځ په یو مرکز باندې په برید کې درې افغان طالب بریدګرو لاس درلود. په دې برید کې لږ ترلږه نهه پاکستاني امنیتي منسوبین وژل شوي و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات تیره اونۍ وویل، چې پلټنې ښيي، چې د ژوپ په برید کې وژل شوي بریدګر د کندهار ولایت اوسیدونکي و او په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت څخه چې د طالبانو له خوا کنټرولیږي غوښتي و، چې د وژل شویو دریو تنو جسدونه دې تسلیم شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG