د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: طالبانو سره د رسنیو د کارکوونکو د خپل سر نیونو د پای ته رسیدلو لپاره کارکوو


افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د طالبانو د بند څخه د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي خوشې کیدو هرکلی کړی دی.

یوناما د پنجشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۱۹ (تلې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې ښاغلي بهبودي د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې د طالبانو سره بندي و.

یوناما ویلي: "مونږ حاکمو چارواکو سره د مطبوعاتو د ساتنې او په خپلسر د رسنیو د کارکوونکو نیولو ته د پای ټکي ایښودلو په اړه خپلې فعالې بوختیاو او ورڅخه دفاع ته دوام ورکوو".

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې۲۶) وویل چې طالبانو افغاني الاصله -فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له بند څخه خوشې کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې مرتضی بهبودي ۲۸۴ ورځې د طالبانو په بند کې و.

مرتضی بهبودي تېر کال د جدي په ۱۵ نېټه په کابل کې ونیول شو. هغه د راپورونو جوړولو لپاره تللی و خو ۴۸ ساعتونه وروسته، چې غوښتل یې د طالبانو له حکومت څخه د خپل کار جواز ترلاسه کړي ونیول شو.

د طالبانو حکومت دغه خبریال په داسې حال کې خوشې کړی، چې د دایکنډي په ولایت کې د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي لا هم د طالبانو په بند کې ورځې شپې سبا کوي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د راپور له مخې طالبانو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۱۹ (تلې ۲۶) د ښاغلي جوادي دوه همکاران سیف الله رضایي او مجتبی قاسمي د ضمانت په سپارلو سره خوشې کړي دي.

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست سیمه ییزو چارواکو د نسیم راډیو دا درې کار کوونکي اکتوبر اتم (تلې ۱۶) د دوییم ځل لپاره نیولي وو.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې د سپټمبر ۲۷ (تلې ۵) د دایکنډي ولایت د استخباراتو ریاست کار کوونکو د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د نسیم راډیو په دفتر برید کړی و او ددغې راډیو د کار کوونکو د موبایلونو او د غږ ثبتولو ماشینونو په ضبطولو سره یې د راډیو دروازه مهرلاک کړې وه.

طالبانو د دغې راډیو مدیر او دوه خبریالان هم په همدې ورځ ونیول خو د شاوخوا پنځه ساعتونو توقیف وروسته یې ددغې راډیو خبریالان خوشې کړي و.

که څه هم دا دوه خبریالان خوشې شوي خو د راډیو نسیم خپرونې لا هم بندې دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د خپلې څه باندې دوو کلنو واکمنۍ پر مهال په پرله پسې ډول په رسنیو او د رسنیو په کارکوونکو محدودیتونه لګولي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د اګست ۱۶ (زمری ۲۵) ویلي چې د خبریالانو نیول د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف دي چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کوي.

دې سازمان ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت خراب شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو د واکمنۍ له دوه کاله پوره کېدو وروسته وویل چې په تېرو دوو کالونو کې شاوخوا ۸۰۰۰ افغان خبریالانو هېواد پرېښی دی.

دغه سازمان ویلي دي: "د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې وروسته څه باندې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو په افغانستان کې دندې له لاسه ورکړې دي".

دې سازمان د افغانستان د ازادو خبریالانو د معلوماتو په اساس ویلي دي چې د ۱۵۰ تلویزونونو له ډلې یوازې ۷۰ شبکې فعالې دي. د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان د "شریعت تر نامه لاندې" تر سیستماتیک عدلي تعقیب لاندې دي.

طالبانو د خبریالانو د ځپلو سربیره د خپلې څه باندې دوو کلنو واکمنۍ په موده کې یو زیات شمېر ښځینه فعالانې، خبریالانې، منتقدین او د دوی د حکومت مخالفې څېرې نیولي دي، چې د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا هم په کې شامل دي چې له څو میاشتو راهیسې د دغې ډلې په توقیف کې دی.

د طالبانو د استخباراتو ادارې د تلې د میاشتې په لومړیو کې د ښځو د حقونو یوه فعاله ندا پرواني د هغې د میړه او څلورکلن زوی سره په کابل کې ونیول، د میرمن پرواني د نیولو شاوخوا یوه اونۍ وروسته یې د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ژولیا پارسې هم په کابل کې ونیوله.

دا دواړه فعالانې لا هم د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG