د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او هند د 'شاه توت' اوبو بند جوړولو تړون لاسلیک کړ


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغان او هندي چارواکو ترمنځ په کابل ولایت کې د "شاه توت" اوبو بند جوړولو تړون لاسلیک شو.

یاد تړون نن سې شنبې فبروري نهمه (سلواغې ۲۱) په انلاین غونډه کې د ولسمشر غني او د هند د صدراعظم نریندرا مودي په حضور کې د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ لاسلیک شو.

ولسمشر غني د یاد تړون مراسمو کې وویل چې د "شاه توت" اوبو بند جوړول به د کابل اوسېدونکو لپاره د اوبو د تامین په سرچینې بدل شي.

هغه د افغانستان د خلکو په استازیتوب د هند له حکومت نه مننه وکړه چې د کابل خلکو ته د اوبو ډالۍ ورکوي.

د دغه بند په جوړولو ۲۸۶ میلیون ډالر لګښت راځي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو کارونه یو په بل پسې روان دي چې په وینا یې نن د شاه توت بند جوړولو نوبت دی.

هغه د سلما،کمال خان،شورابک،د کجکي دوهم پاز او شاه وعروس هغه بندونه یاد کړل چې د ځینو کارونه تکمیل شوي او ځینې به ډير ژر بشپړه شي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د "شاه توت" اوبو بند جوړول د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو ټينګه نښه وبلله او زیاته یې کړه چې دا بند به د کابل خلکو لپاره اوبه برابرې کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو په اساس د یاد بند پر جوړولو باندې ۲۸۶میلیون ډالره لګښت راځي چې د هند هیواد لخوا ورکول کیږي.

د شاتوت بند

د یادې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ویلي چې ټاکل شوې د "شاه توت" اوبو بند جوړلو چارې ډېر پيل شي.

د اوبو دغه بند د کابل ښار جنوب لوېدیځ ۱۸ کیلومترۍ کې د چهار اسیاب ولسوالۍ په «تنګي للندر» سیمه کې موقعیت لري.

د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وایي، دا بند به شاوخوا څلور زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي او د کابل دوه میلیونه وګړو ته به د څښاک اوبه برابرې کړي.

د یادې ادارې د معلوماتو په اساس دا بند به ۹۲ متره لوړ وي او ۶۰ متره پلن والی به ولري چې په شپږو کلونو کې به يې د رغونې چارې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې خبر ورکړ چې په کابل ولایت کې د «شاه و عروس» اوبو بند کې به هم د اوبو ټولولو بهیر د راتلونکي ۱۴۰۰ کال په وري میاشت کې پیل شي.

دغه بند د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې جوړیږي چې د مسؤلینو په وینا د ۹،۳ میلیونه متره مکعب اوبو په ذخیره کولو سره به ۱،۵ میګاواټه برښنا هم تولید کړي.

د اوبو د چارو تنظیم ادارې مسؤلینو ویلي چې د برښنا تولید ترڅنګ دغه بند به ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه هم خړوبه کړي.

هند له افغانستان سره د سترو مرسته کوونکو هیوادنو له ډلې یو دی چې تر دا مهاله یې د سلما بند ترڅنګ ګڼې نورې ملي پروژې په افغانستان کې بشپړې کړي دي.

د هند هیواد روانه اونۍ له افغانستان سره د ۵۰۰زره کرونا واکسین ډوزه مرسته هم وکړه.

XS
SM
MD
LG