د طالبانو حکومت په یو تازه اقدام کې، د هغه څه پروړاندې چې دوی یې "غربي افکارو نفوذ" بللي، د فکري مبارزې غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر، محمد خالد حنفي، کابل کې د یوې غونډې پرمهال، ویلي دي چې د غربي "پروپاګند" پر وړاندې مبارزه باید ملي او دیني مسوولیت وي او پر هغه څه چې حنفي ورته "د عامه پوهاوي اصلاح" وویل، ټینګار وکړ.
محمد خالد حنفی، د خپل وزارت کارکوونکو ته وویل: "نن، فکري جنګ او پروپاګند جریان لري. به همدې دلیل، د فکري تعامل او عامه پوهاوي له لارې د غربي نفوذ بر وړاندې مبارزه، د علماوو او مفکرانو دیني مسوولیت دی. "
خالد حنفي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نور نړیوالو سازمانو د امر به معروف او نهي عن المنکر وزارت پر دې تورن کړی چې دغه وزارت خپلو لارښوونو د تطبیق په مهال له زور کار اخلي او د خلکو ازادي، روحي او جسمي سلامتیا او خصوصي حریم، نقضوي.
پر دې سربېره، خالد حنفي د متحده ایالتونو لخوا د "میرمنو او نجونو د حقونو څخه د جدي سرغړاونو له کبله چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او میرمنو لپاره یوازې د هغوي د جنسیت په خاطر" د ښوونځیو تړل پکې شامل دي، بندیز لګېدل دی.
د خالد حنفي نوم د متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې د بندیزونو په لست کې هم شامل دی.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوې اعلامیې کې له سلمانیو څخه یې هم غوښتي، چې خلکو ته د لویدیځ په بڼې او سټایل وېښته او ږيرې جوړې نه کړي.
د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو مدني حقوقي در اسلامي شریعت پراساس خوندي دي او د نړیوالې ټولنې نیوکې یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.
فورم \ دبحث خونه