د لاس رسي وړ اتصالات

د ملا عمر ورور او ځوی، ملا منصور ته بیعت وکړ


طالبان وایي د ملا عمر خپلوانو له خپلو پلویانو غوښتي دي چې د ملا منصور تر مشرۍ لاندې سره متحد شي.
طالبان وایي د ملا عمر خپلوانو له خپلو پلویانو غوښتي دي چې د ملا منصور تر مشرۍ لاندې سره متحد شي.

د طالبانو لوړپوړو مشرانو اعلان وکړ چې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته ددې ډلې پر مشرتابه باندې جنجال چې طالبانو یې ویشلي وو، حل شو.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو پیغام کې پرته له دې چې ځای ذکر کړي ویلي دي چې د روحانینو او مشرانو په یوه غونډه کې موافقه وشوه چې د ملا منصور تر مشرۍ لاندې سره متحد شي.

په دې بیان کې راغلي دي چې د د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر ځوی محمد یعقوب او ورور یې ملا عبدالمنان هم د سه شنبې د ورځې په غونډه کې گډون کړی و او له ملا منصور حخه یې خپل ملاتړ په ډاگه کړ.

طالبانو په دې بیان کې ویلي دي چې د ملا عمر خپلوانو له خپلو پلویانو غوښتي دي چې د ملا منصور تر مشرۍ لاندې سره متحد پاته شي.

دا نوی اقدام د طالبانو پر ډلې باندې د ملا منصور د مشرتابه د عام کولو لپاره یو بل گام بلل کیږي چې د دې د خپلمنځي جنجالونو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړي استازي ویلي دي چې پوره هیله من دی چې د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې بیا ژر پیل شي.

XS
SM
MD
LG