د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د خپلې کابینې پاتې غړي او مرستیالان اعلان کړل، ښځې په کې نشته


طالب مشران
طالب مشران

طالبانو نن سې شنبه سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۰) د یو لړ تغیراتو په رامنځته کولو سره د خپلې سرپرستې کابینې پاتې غړي اعلان کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې انجنیر نورالدین عزیزي د تجارت وزارت سرپرست او حاجي محمد بشیر او حاجي محمد عظیم سلطانزاده یې مرستیالان دي.

همدارنګه ډاکتر قلندر عباد د روغتیا وزارت سرپرست او ډاکتر عبدالباري عمر او ډاکتر محمد حسن غیاثي یې مرستیالان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د معلوماتو په اساس د دې ترڅنګ صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت، ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت، انجنیر مجیب الرحمن عمر د برېښنا او انرژۍ وزارت، حاجي غلام غوث د حوادثو ضد وزارت، قوماندان ارسلا خروټی د کډوالو چارو وزارت، لطف الله خیرخواه د لوړو زده کړو وزارت، حاجي ګل زرین کوچی او حاجي ګل محمد د سرحداتو وزارتونو د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو د کابینې پاتې غړو کې انجنیر نظر محمد مطمین د المپیک ملي کمېټې او ډاکتر محمد فقیر د احصايې مرکزي ادارې د سرپرستانو په توګه او انجنیر نجیب الله د اتومي انرژۍ د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په نننیو کسانو کې تر ډېره مسلکي کسان په نظر کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې اوسنۍ کابینه سرپرسته او په خبره یې اسلامي امارت هڅه کوي چې خپل کابینه نوره هم پیاوړې کړي او د ټولو قومونو څخه وړ او لایقو کسانو ته پکې ځای ورکړل شي.

هغه وویل: "کابینه اوس هم په سرپرست شکل سره پر مخ ځي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د کابینې تشکیل لا تقویه کړي، لا هم کوښښ کوي چې داسې خلک راشي چې هغه ډير ښه کار کولای شي، ښه خدمت کولای شي هیوادوالو ته پر دې کاروان دی، دا اوس هم کوم لیست چې موږ اعلان کړ تر ډيره مسلکي کسان پکې په نظر کې نیول شوي دي.د بېلابېلو اقوامو، هزاره ورڼو نه هم دوکتور صاحبان مسلکي ادارو ت معرفي شوي دي."

طالبانو د خپلې کابینې لوړپوړي کسان د روانې وږې میاشتې پر ۱۶مه نېټه اعلان کړل. هغه مهال د طالبانو کابینې ته په نړیوال کچه غبرګونونه وښود شول او ویې ویل چې یاده کابینه باید ټول شموله وي.

د طالبانو د کابینې په پاتې لېست کې د ښځو چارو وزارت ته ځای نه و ورکړی او دا به وروسته معلومه شي چې طالبان په دې اړه څه تصمیم نیسي.

XS
SM
MD
LG