د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۴.۴ میلیونه ډالر غوښتي


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د هرات ولایت د تیرې اونۍ زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو او بنسټونو څخه د ۱۴.۴ میلیونو ډالرو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ اکتوبر۱۳ (تلې ۲۱) یو خبري کنفرانس ته وویل: "د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغانستان په لویدیځ کې د زلزله ځپلو سره د خپلو مرستو د زیاتولو لپاره نن د ۱۴.۴ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده".

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې لومړۍ د شنبې په ورځ اکتوبر اووم ( تلې ۱۵) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې د هرات، فراه او بادغیس ولایتونه ولړزول، چې زیاته مرګ ژوبله یې د هرات ولایت په څلورو ولسوالیو په ځانګړي ډول د زنده جان په ولسوالۍ کې واړوله.

همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې یوه بله زلزله شوې ده، چې د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې له امله یې درې تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې د هرات ولایت په زلزله کې له زرو زیات کسان مړه شوي او ۲۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو دغه وزارت ویلي، چې کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

د هرات ولایت د زلزلې په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې "اوچا" په یو وروستي راپور کې ویلي، چې په دغو زلزلو کې ۱۳۸۴ کسان مړه شوي او ۱۸۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

"اوچا" د جمعې په ورځ په یو راپور کې ویلي، چې په دې زلزله کې ۱۹۲۵۰ کسان په مستقیم ډول زیانمن شوي دي، چې ۱۰۹۸ کورنۍ د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې، ۹۱۴ کورنۍ د انجیل په ولسوالۍ کې، ۳۸۵ کورنۍ د کشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې، ۳۶۰ کورنۍ د ګلران په ولسوالۍ کې، ۱۹ کورنۍ د کوهسان په ولسوالۍ کې او ۱۲۱ کورنۍ د هرات په ښار کې زیانمنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې ویلي، چې د هرات په ولایت کې زلزلو او د زلزلو وروسته ټکانونو ۲۴۹۹ کورونه د خاور سره خاورې کړي دي او له ۵۶۰ کورنو څخه زیات نور کورونه یې قسمآ ویجاړ کړي دي.

"اوچا" ویلي، چې په سیمه کې د بشري مرستو په برخه کې په موقتي ډول په ژمي کې د سرپناه لپاره د خیمو برابرول او د روغتیايي مراقبتونو لپاره د ناروغیو څخه د مخنیوي په خاطر په زلزله کې د ویجاړو شویو روغتیايي مرکزونو بیا رغونه د مرستو رسونې د بهیر په لومړیتوبونو کې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د مرستو رسونې کارکوونکي زلزله ځپلو ته په عاجل ډول خیمې، کمپلې، خوراکي توکي، خواړه او د روغتیايي اضطراري مراقبتونو لپاره د حفظ الصحې مواد په زلزله ځپلو سیمو کې برابروي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د خوړو نړیوال پروګرام د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع، شکیبان او سیاه اب په کلیو کې ۲۶۰۰ کسانو ته له ۹۵ ټنو زیات خواړه ویشلي دي. همداشان د انجیل د ولسوالۍ د چاهک کلي کې ۱۳۸۰ کورنیو ته او د ګلران ولسوالۍ د بوتان دهستان کلي کې بسکویټ او پنځه ټنه خواړه ویشلي دي".

"اوچا" ویلي، چې د زلزله ځپلو د ټروما د درملنې لپاره درمل او طبي وسایل په سیمه کې شته دی.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د معلوماتو پر اساس روغتیايي مرستو رسونې کارکوونکو د زلزلې له پیل څخه تر تیرې ورځې پورې له ۲۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته د زنده جان، انجیل، کوهسان،کشک رباط سنګي، ګلران او د هرات ولایت مرکز کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

"اوچا" په دغه راپور کې د زلزله ځپلو سره د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف د نړیوالې ادارې "يو ایس ایډ" د ۱۲ میلیونو ډالرو د مرستې او هم د ملګروملتونو د اضطراري مرستو د صندوق د پنځه میلیونو ډالرو او د جنوبي کوریا د یو میلیون ډالرو د مرستو یادونه هم کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG