د لاس رسي وړ اتصالات

انتوني وین: د طالبانو قدرت غوښتنې له افغانانو سره اړینې مرستې کمې کړي


په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني وین
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني وین

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني وین وايي طالبان یوازې د خپل قدرت د ساتلو په فکر کې دي، د نړیوالو غوښنې یې له پامه غورځولي او دا کار سبب شوی چې مرستندوی هېوادونه د افغانستان سره د ملګرو ملتونو له لارې خپلې مرستې کمې کړي.

انتوني وین له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې طالبان د نړیوالې ټولنې لخوا د فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي او پداسې یوه اجنډا چې یوازې د دوی خپلې ګټې پکې خوندي وي، تمرکز کوي. نوموړي وویل: "دوی یواځې د خپل رژیم په اړه فکر کوي. دوی پدې اړه چې نوره نړۍ څه غواړي، زیات پام نه کوي."

نړیوالو مرستندویو موسسو اړمنو افغانانو ته د خوړو او نورو بیړنیو مرستو رسولو دپاره د بودیجې د کمېدو خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې [اوچا] د دوشنبې په ورځ جون پنځمه (جوزا ۱۵) په یوې اعلامیې کې وویل چې د افغانستان سره د مرستو په بودیجې کې د ۱.۴ میلیارد ډالرو کموالي وړاندیز شوی او د مرستو د بودیجې طرحه له ۴.۶ میلیارد ډالرو څخه ۳.۲ میلیاردو ته راکمه شوې ده. اوچا ددې بدلون یو لامل په نړیوالو سازمانونو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د ادارې لګول شوي بندیزونه ښودلي دي.

انتوني وین وايي، د طالبانو چلند سبب شوی چې هېوادونو د افغانستان سره د مرستې دپاره ملګرو ملتونو ته لږ اندازه پېسې ورکړي دي.

ځینو خواوو پر طالبانو د فشار د زیاتولو غوښتنه کړې ده. تېره اونۍ، د امریکا یو شمېر جمهوري غوښتونکو سناتورانو پر طالبانو د نويو بندیزونو لپاره یوه نوې لایحه وړاندې کړه. انتوني وین وايي، دغه سناتوران "د طالبانو د کړنو، او د امریکا د حکومت لخوا د طالبانو په چلند کې د بدلون ّه راوستلو کې د ناکامۍ له امله خپه دي."

َخو نوموړی وايي چې د بندیزونو لګولو دا غوښتنه یوازې سمبولیک ارزښت لري. انتوني وین وايي: "د سیاسي ډیالوګونو څخه زه پوهیږم چې د امریکا په موجوده اداره کې هم ډېر خلک د طالبانو له کړنو ډېر زیات خپه دي. دوی داسې څه چې د طالبانو په چلند کې تغییر راولي، نه ګوري. دوی پدې باور ندي، چې دغه ډول بندیزونه به د طالبانو په چلند کې د تغییر لامل شي."

انتوني وین وايي چې امریکا اوس هم د افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد دی. هغه زیاتوي: "اکثریت نور هیوادونه، چې د افغانانو سره مرستې کول غواړي، د طالبانو څخه خپه او افغانستان سره د مرستو ورکولو په اړه زړه نا زړه دي."

XS
SM
MD
LG