د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: افغانستان کې بشري مرستو دوام لپاره تر جون میاشتې ۷۱۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وايي، چې افغانستان کې د بشري لومړنیو مرستو د دوام لپاره د اپریل او جون د میاشتو ترمنځ ۷۱۷.۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (ثور ۲۸) په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیاو په اړه د شمیرنو په خپرولو سره ویلي دي، چې په دغه هیواد کې پسرلی د سیلابونو، د ځمکې د ناڅاپه ښویدلو او د ناروغیو د زیاتوالي سره مل و.

د "اوچا" د معلوماتو له مخې اوس مهال په بي ساري ‌ډول افغانان د خوړو د نه مصونیت، د خوارځواکۍ او د څښلو د اوبو د کمې سره مخ دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د اپریل د میاشتې څخه د جون تر میاشتې پورې یوازې د خوړو د مصونیت او د کرهڼې په برخه کې ۴۸۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د "اوچا" د شمیرنو له مخې په دغو دریو میاشتو کې ۸۲ میلیونه ډالر د اوبو رسونې، ۶۳ میلیونه ډالر د اصطراري سرپناه او ۳۶ میلیونه نورو ډالرو ته د خوارځواکۍ د پروګرامونو لپاره اړتیا لري. همداشان دغې ادارې ویلي چې په دغو میاشتو کې ۳۰میلیونو ډالرو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو، ۱۵ میلیونو ډالرو ته د مصونیت او لس میلیونو ډالرو ته ښوونې او روزنې د پروګرامونو د دوام لپاره اړتیا لري.

د " اوچا" ددې غوښتنې وړاندې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په سر کې په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو وګړو لپاره د خپلو پروګرامونو او بشري مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶۲ ملیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه.

" اوچا" د اپریل په ۲۵ وویل، چې ددغو مرستو یوازې ۲۵۰ میلیونه، چې د ملګروملتونو د اړتیا وړ بودیجې ۵.۴ فیصده جوړوي ترلاسه کړي دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې مرستو رسونې ادارو په افغانستان کې د ۲۶.۱ میلیونو کسانو ته مرستې برابرې کړې وې، چې ددغه هیواد د نفوسو له دریو څخه دوه برخې جوړوي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي، چې له امله یې په افغانستان کې اقتصادي بحران لا پراخه شوی دی. ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان د تیرو دریو کلنو راهیسې د پرله پسې وچکالۍ سره مخ دی او هم ددغه هیواد پر بانکونو باندې د نړیوالو بندیزونو له امله د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي.

" اوچا" ویلي، چې په روان میلادي کال کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي، چې ددغه هیواد دریو برخو څخه دوه برخې جوړوي د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG