د لاس رسي وړ اتصالات

د بین الافغاني‌مذاکراتو د ژر پېلېدو په اړه د امریکا ټېنګار


ارګ وايي دواړو لورو د سولې بهیر او د بندیانو ازادېدو په اړه خبرې کړي دي.
ارګ وايي دواړو لورو د سولې بهیر او د بندیانو ازادېدو په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار رابرت اوبراین له ولسمشر غني سره د بین الافغاني خبرو ژر تر ژره پیلېدو په اړه خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې یادې ټلیفوني خبرې پرون دوشنبه اګست۳۱(وږې۱۰) شوي دي: "نن د بین الافغاني خبرو پر اړتیا باندې خبرې وشوې چې له هر ډول ځنډ پرته باید شروع شي."

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا پر ټیوټر لیکل شوي چې ښاغلی اوبراین ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې امریکا د یو خپلواک، یوموټي او دموکراټیک افغانستان ترڅنګ ولاړه ده چې بیا د نړیوال تروریزم په سرچینې بدل نشي.

د یادې شورا په ټویټ کې راغلي:"د امریکا متحده ایالات به د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي چې د خپلو خلکو د امنیت لپاره یې درنې قربانۍ ورکړي دي."

پر همدې مهال د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم ویلي چې ښاغلي غني د امریکا د ملي امنیت شورا له سلاکار سره د افغان سولې بهیر او بندیانو ازادېدو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي صدیقي ویلي چې ولسمشر غني له اوبراین سره خبرو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو باندې ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې دواړو لورو تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د اوربند پر ټینګېدو باندې هم ټینګار کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار پر داسې مهال د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی چې د یادو مذاکراتو د تر سره کېدو نېټه لا نه دی اعلان شوې.

په پام کې وه چې د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو تر خلاصېدو وروسته دغه خبري ژر پيل شوي وای، خو داسې معلومیږي چې د یادو بندیانو د بهیر تر خلاصېدو ځنډېدلي دي.

افغان حکومت تر دا مهاله د یادو طالبانو څخه د ۸۰ تنو خلاصېدل تائید کړي دي.

طالبانو هم تر دې مخکې ویلي چې د خپلو پاتې بندیانو تر خلاصېدو وروسته په یوه اونۍ کې دننه خبرو ته چمتو دي.

خو افغان چارواکو بیا تر دې مخکې طالبان په دې برخه کې په ناغېړي تورن کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تېره اونۍ وویل ترڅو چې طالبان افغان کمانډو خلاص نه کړي د طالبانو پاتې بندیان به هم خوشي نشي.

بلخوا داسې ویل کیږي چې تېره ورځ ناوخته له څرخي پله او یو شمېر نورو زندانونو څخه یو شمېر طالب بندیان ازاد شوي دي، خو په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.

XS
SM
MD
LG