د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: وروستیو زلزلو د هرات تاریخي ابداتو ته هم زیان رسولی


د هرات په ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې په وروستیو زلزلو کې خلکو ته د سر او مال د زیاتو زیانونو د رسیدلو ترڅنګ تاریخي ابداتو ته هم زیان رسیدلی دی.

ددغه ولایت لپاره د طالبانود حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي امریکا غږ ته د جمعې په ورځ اکتوبر۲۰( تلې ۲۸) وویل، چې د نورو تاریخي ابداتو ترڅنګ د هرات ولایت جامع جومات ته هم زیان رسیدلی دی.

ښاغلي متقي وویل:" مونږ هرات کې تقریبا ۸۸۰ پورې تاریخي ابدې لرو هغه یې هم زیانمني کړي دي. د مثال په ډول د هرات ښار مشهور جومات چې د ۸۰۰ کلنو زیاته مخینه لري د هغې ډیرې ساحې تخریب شوي دي ... ټایلونه راولویدلي دي ... او نور زاړه هرات کې چې کوم کورونه او یا تاریخي ودانۍ لرو ".

همداشان ښاغلي متقي تیره اونۍ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د اختیارالدین د تاریخي قلعه ځینې عکسونه خپاره کړي و، چې په دې وروستیو زلزلو کې ځینو برخو ته زیان رسیدلی و.

د هرات ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل، چې تاریخي اباداتو ته د نور زیان د رسیدلو د مخنیوي لپاره یې یو لړ اقدامات کړي دي.

ښاغلي متقي وویل:" مونږ اوس مهال ددې لپاره پلاوی موظف کړی او دې باندې کار شوی دی او اوس مهال د نور تاوان د رسیدلو مخه نیول شوې ده او کمربندونه چې دي چې دغه ابدات د مزید نقصان څخه وساتي هغه ترتیبات ورته نیول شوي دي".

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې په تیرو دوو اونیو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې درې زلزلې شوي دي. لومړۍ زلزله د اکتوبر اووم ( تلې ) ، دوییمه د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او درییمه د اکتوبر۱۴( تلې۲۲) وشوې چې د دغو زلزلو سربیره په دغه موده کې له لسو زیات د زلزلې نور ټکانونه هم د هرات ولایت او شاوخوا سیمو کې احساس شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې د هرات ولایت په زلزله کې له زرو زیات کسان مړه شوي او ۲۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو دغه وزارت ویلي، چې کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر ۱۶( تلې۲۴) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو وروستي راپور له مخې ویلي، چې په دغو زلزلو کې یو زر او ۴۸۰ تنه مړه شوي او یو زر ۹۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

هرات ولایت کې ددغو وروستیو زلزلو دمخه کلنو کې هم د هرات د مصلی منارونو ته زیات رسیدلی و.

په ۱۳۹۹ کال د لړم په میاشت کې پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د هرات د مصلی د پنځم منار د ړنګیدو د مخنیوي لپاره د اغا خان د فرهنګي بنسټ او یونسکو څخه ددغه منار د ساتنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه، چې د اغا خان بنسټ مشر شهزاده کریم اغاخان هم ددغه منار د جوړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې وه.

د هرات لرغوني منارونه د تیموریانو په دوره کې جوړ شوي دي او په کې د هغې دورې د معمارۍ نښې په څرګند ډول لیدل کېږي.

د اغا خان بنسټ د خپلو فرهنګي پروګرامونو له لارې په هرات کې د عبدالله انصاري ، تیموري عبادتځای او د اختیارالدین ارګ رغولي و او د نهمې پېړۍ د بلخ نهه ګنبدي تاریخي جومات د ډېر پېچلي جوړښت د ساتنې په برخه کې یې هم کار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG