د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بین الافغاني خبرو د پلاوي د نومونو پر نه اعلان انتقاد کړی


طالبان وايي شاید د بین الافغاني خبرو د پلاوي د نومونو پټ ساتل د اختلاف له امله وي
طالبان وايي شاید د بین الافغاني خبرو د پلاوي د نومونو پټ ساتل د اختلاف له امله وي

طالبانو د افغان حکومت لخوا د سولې د ۱۵کسیز مرکچي پلاوي د نومونو نه اعلانول تر پوښتنې لاندې راوستي او وايي، چې یاد نومونه د داخلي اختلافاتو له امله نه دي اعلان شوي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د چهارشنبې په ورځ د «زمري میاشتې پر۳۰مه» پر خپل ټوېټر لیکلي:"د سیاسي جهتونو له لوري د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم د غړو نومونه پټ ساتل یا خو د اختلاف له امله دي او یا هم دخاصي زور واکې کړۍ په اختیار کي دي چي بیا نو د ټولو جهتونو مشترک ټیم نه بلل کیږي او نه هم د فیصلې واک او د سیاسي جهتونو ملاتړ لري. سیاسي جهتونه هم خپل موقف ښکاره کړي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت روانه میاشت له طالبانو سره د ۱۵کسیز مرکچي پلاوي د بشپړېدو خبر ورکړ، خو تر دا مهاله یې نومونه نه دي اعلان کړي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري نن چهارشنبه (اګست۲۲) د طالبانو په ځواب کې رسنیو ته پخپل لېږل شوي پیغام کې په دې اړه ویلي: "دغه پلاوی له سیاسي، ټولنیزو او قومي ځانګړتياو څخه برخمن دی او د مخامخ مذاکراتو پیلېدو لپاره پوره چمتووالی روان دی."

نوموړې زیاته کړه چې دغه پلاوی به د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو په نظر کې نیولو سره له مقابل لورې سره خبرې وکړي.

پر همدې مهال یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې حکومت د «ځینو ملحوظاتو» په خاطر نه غواړي چې د یاد مذاکراتو د تر سره کېدو نېټه او د دغه ۱۵ کسیز پلاوي نومونه اعلان کړي.

دغه حکومتي سرچینې د طالبانو د ویاند هغه ادعا هم رده کړه چې ګواکې دغه نومونه د اختلافاتو له امله نه اعلانېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون سې شنبه قطر او افغانستان ته د افغان سولې په اړه نهم سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړی به افغان چارواکي او سیاسیون بین الافغاني خبرو ته وهڅوي.

پرون سې شنبه د افغانستان لپاره د ناروې استازې د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سره لیدنه کې د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته چمتووالی وښود.

تر دا مهاله په روسیه او قطر کې د افغان سولې په اړه درې بین الافغاني غونډې تر سره شوي دي.

XS
SM
MD
LG