د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد او جرمني چارواکو د افغان سولې پر راتلونکو ګامونو خبرې کړي


د سولې بهیر د ملاتړ په اړه د نړیوالې اجماع د پیاوړي کېدو په هدف د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ له جرمني چارواکو سره کتلي دي.

ښاغلي خلیلزاد د «اګست پر ۱۰مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هیکو ماس سره یې لیدنه کې د افغان سولې په اړه د جرمني له هڅو مننه کړې او وايي، په دې برخه کې پر راتلونکو ګامونو ورسره غږېدلی دی.

د تېرې جولای میاشتې پر ۷ او ۸مه په قطر کې د جرمني او دوحې په کوربتوب د افغان سولې په اړه «بین الافغاني» مذاکرات تر سره شول.

خلیلزاد ویلي، چې د افغان سولې په اړه د جرمني له ملاتړ او ژمني څخه مننه کوي او وايي، دا ډول مذاکرات د افغان سولې بهیر له مهمو برخو څخه دي.

نوموړي روانه میاشت د سولې بهیر د ملاتړ په اړه د نړیوالې اجماع د پیاوړي کېدو په هدف د هند او ناروې هېوادونو له چارواکو سره هم د سولې پر بهیر غږېدلی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو خبرې مهم پړاو ته داخلي شوي دي.

دغه اتم پړاو مذاکرات چې روانه میاشت پیل شوي، دواړو لورو پکې د پرمختګ خبر ورکړی دی. اوس مهال د دواړو لورو ټېمونه، د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کوي.

XS
SM
MD
LG