د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او د قطر امیر د افغان سولې پر بهیر غږېدلي


د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د افغان سولې پر روان بهیر ټلیفوني خبرې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د قطر نیوز ایجنسۍ په حواله راپور ورکړی، چې د قطر امیر پرون پنجشنبه ولسمشر ټرمپ ته ټلیفون کړی او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو ترڅنګ یې پر وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو او په دغه هېواد کې د افغان سولې د روان بهیر په اړه هم غږېدلي دي.

قطر له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راپدېخوا د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د مذاکراتو کوربه دی.

د قطر دولتي نیوز ایجنسي هم د یاد خبر به تائيد سره پر خپل ټوېټر لیکلي:

دغه هېواد د دې ترڅنګ چې د یادو مذاکراتو کوربتوب هم کوي، تېره میاشت د دوو ورځو لپاره د افغان سولې په اړه د «بین الافغاني» مذاکراتو کوربه هم و.

تر دا مهاله په یاد هېواد کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ اته پړاو مذاکرات تر سره شوي، چې د طالبانو په وینا د یاد هېواد استازې هم پکې ګډون لري.

روانه میاشت په دغه هېواد د افغان سولې په اړه اتم پړاو مذاکرات پيل شول، چې دا مهال، د دواړو اړخونو ټیمونه د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کوي.

طالب استازو روانه اونۍ امریکا غږ ته ویلي و، چې دوی هوکړې ته نژدې شوي او هیله ښيي چې ژر به یې نهايي کړي.

XS
SM
MD
LG