د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست: پر کونړ بریدونه مو د ملي مصالحو په خاطر برداشت کړي


د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب وايي چې افغانستان اوس مهال له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی.

نوموړي نن یکشنبه اپرېل ۲۴ ( غوايي څلورمه) د طالبانو د اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر د مړینې نهم تلین په مناسبت غونډې ته وینا کې وویل چې د طالبانو حکومت د نړۍ او ګاونډیانو له ننګونو سره مخ دی.

ښاغلي یعقوب پر افغانستان د پاکستان وروستيو بریدونو ته په اشارې وویل چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو څخه هم ستونزې او تکلیفونه ګالي. هغه وویل چې پر کونړ ولایت یې یاد بریدونه د ملي مصالحو په خاطر برداشت کړي دي چې په خبره یې بل ځل کېدای شي برداشت ونلري.

"افغانستان اوس مهال له زیاتو ستونزو سره مخ دی، په هره کچه ننګونې موږ ته متوجه دي. دنیا هم را سره په مقابله کې ده او له ډېرو نژدې خلکو څخه هم له ګاونډیانو څخه هم ستونزې او تکلیف وینو چې ښکاره مثال یې څو ورځې مخکې په کونړ کې زموږ پر خاوره د دوی تجاوز و، کوم کسان چې هلته شهیدان سوله ...په هر صورت دا موږ ته د برداشت وړ نه وه. موږ که دا پېښه برداشت کړې ده، د ملي مصالحو په وجه او علیاو مصالحو په وجه مو دا برداشات کړی دی.کېداسي بل وخت داسي برداشت ونلرو."

هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت لکه څنګه چې د هیواد ساتنې مسؤلیت لري همداسې د خلکو د ساتنې مسؤلیت هم لري.

روانه میاشت د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې پر ملکي وګړو د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شول.

په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو د اپرېل ۱۶ (وري ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ د کونړ په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله امریکا غږ ته وویل چې په همدغه شپه د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې د پاکستاني ملېشو په توغندیزو بریدونو شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د هوايي ځواکونو دا برید غندلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي ‌چې پاکستان دې بیا «اشتباه نه تکراروي او د افغانانو حوصلې دې نه ازمايي» چې په خبره یې بدې پایلې به ولري، خو نه یې دي ویلي‌چې څه ډول بدې پایلې.

یادې غونډې ته د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي هم وویل چې د طالبانو حکومت پالیسې له نړۍ او ګاونډیو هیوادونو سره پر متقابل احترام ولاړه ده.

هغه وویل چې د طالبانو حکومت نه غواړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي او له نورو هیوادونو هم وغوښتل چې د افغانستان امنیت تخریب نکړي

په افغانستان کې وروستۍ خونړۍ چاودنې

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د کابل، کندز او بلخ ولایت ورستیو چاودنو ته په غبرګون کې وویل چې د یادو چاودنو عاملین به په یادو کارونو سره خپل هدف ته ونه رسیږي.

هغه زیاته کړه هیڅ څوک نشي کولای چې د افغانستان امنیت له داخل او یا له بهر څخه تخریب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په کابل، کندز او بلخ کې پر ښوونځيو او جوماتونو چاودنو کې لسګونه ملکي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG