د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د خپل حکومت په ځینو مقاماتو نوی بندیز بې نتیجې بولي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سازمان لخوا د خپلو دوو مقاماتو پر سفر لنډمهاله معافیت لغو کېدو ته غبرګون ښودلی او د یادو بندیزونو د دایمي لیري کېدو غوښتنه یې کړې ده.

ملګرو ملتونو د جون په ۲۰(غبرګولې ۳۰) د پوهنې وزارت سرپرست معین، سعید احمد شهید خېل او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي بصیر شاه چې په عبدالباقي حقاني مشهور دی، د سفر لنډمهاله معافیت لغو کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ لومړۍ) په یوې اعلامیې کې د طالبانو حکومت د کابینې پر دوو غړو بندیزونه د اندېښنې وړ بللي دي.

هغه زیاته کړې: "د بهرنیو چارو وزارت پر اسلامي امارت دا ډول فشارونه بې ګټي او د ازمویل شویو ناکامو تجربو تکرار بولي چې هیڅ نتیجه به ورنکړي."

دغه وزارت همدارنګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې نور باید تر دې وروسته یو طرفه «قضاوت» ونکړي او د افغانانو حقه حقوق ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې دیپلوماتیکو منابعو د نوم د نه ذکر کولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه بندیزونه په افغانستان کې پر نجونو او ښځو باندې د طالبانو له لورې د سختو محدودیتونو د وضع کېدو په غبرګون کې لګول شوي دي.

له دې سره سره ملګرو ملتونو د دې ډلې د ۱۳ نورو غړو د سفر معافیت لږ تر لږه د دوو نورو میاشتو لپاره وغځوه. ټاکل شوې وه چې دغه معافیت پرون پای ته ورسیږي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو لخوا خپل ۱۳ نورو لوړپوړو چارواکو د سفر معافیت غځېدو هر کلی کړی او زیاته کړې ده چې دغه بندیزونه باید د ټول وخت لپاره لیري شي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان هم د طالب چارواکو د سفر کولو د معافیت د لیرې کولو غوښتنه کړې وه.

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) د ښځو د برخې مشرې هیدر بار د مارچ په میاشت کې وویل: "حکومتونه باید د طالبانو د یو شمیر لوړ پوړو مشرانو په سفر کولو باندې د لګیدلو بندیزونو د معافیتونو ملاتړ ونه کړي. دوی باید له هغو غونډو ډډه وکړي چې د طالبانو مشرانو ته اعتبار ورکوي."

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مشرې په مرسته کوونکو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا، جرمني، بریتانیا او اروپايي ټولنې غږ وکړ چې پدې هکله جدي اقدام وکړي.

د طالبانو حکومت د تېر اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو راهیسې د افغان نجونو پر مخ د منځنیو او عالي ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستې.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو او د ښځو د حقونو سازمانونو په ګډون نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول پر دې ډلې غږ کړی چې ښځې او نجونې له کار او زده کړو بې برخې نه کړي.

XS
SM
MD
LG