د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار ډله پر طالبانو لا زیات نړیوال فشارونه غواړي


د بشري حقونو څار ډلې ' هیومن رایټ واچ' افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د جدي سرغړونو پر دوام اندیښنه ښودلې او پر طالبانو باندې یې د نړیوالې ټولنې له خوا د لا زیات فشار اچولو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار د ډلې د ښځو د چارو مسولې هیدر بار د پنجشنبې په ورځ جون نهم (غبرګولي ۱۹) ویلي چې د طالبانو له خوا پر ښځو او د ټولنې په نورو قشرونو باندې د لګیدلو محدودیتونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې اندیښنې کافي نه دي او پر طالبانو باندې یې د افغانستان څخه بهر ته په سفر د بندیزونود لګولو غوښتنه کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګروملتونو، امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو ټولنې په پرله پسې ډول افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګیدلو محدودیتونو او په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځیو په بند پاتې کیدو اندیښنې څرګندې کړي دي.

هیدر بار ویلي چې اوس د دې وخت رسیدلی چې د نړۍ هیوادونه د طالبانو غیر قانوني اقداماتو ته په یوه خوله ځواب ووايي او خپل اقدامات همغږي کړي او طالبانو ته دا وښيي چې نړۍ چمتو ده چې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه په سمه معنی دفاع وکړي.

هیدر بار پر طالب چارواکو باندې د سفر ممنوعیت پر طالبانو باندې د فشار د راوستلو لپاره د یوې موثرې لارې په توګه یاد کړی او ویلي دي چې د ملګروملتونو امنیت شورا دې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

ملګروملتونو په لومړي ځل په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د طالبانو په یو شمیر مشرانو او قومندانانو باندې د سفر په برخه کې محدودیتونه ولګول خو دغې ادارې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر مهال نږدې درې کاله دمخه په ځینو طالب مشرانو د سفر محدودیتونه له پامه وغورځول ترڅو طالب چارواکي د سولې په خبرو کې برخه واخیستلی شي.

میرمن بار د ملګروملتونو د امنیت شورا له خوا پر طالب مشرانو د سفر د محدودیتونو په اړه کیدونکي بحث ته په پاملرنې ویلي چې دا به پر طالبانو مشرانو باندې د سفر د محدودیتونو د بیا لګولو لپاره یو مناسب فرصت وي.

هیدر بار د طالبانو د حکومت کابینې ته چې ټول غړي یې سړي دي، د ښځو د چارو وزارت لغوه کیدل او پر ځای یې په کابینه کې د امربالمعرف و نهی عن المنکروزارت ته ځای ورکول ، د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ښوونځیو تړل، له کور بهر د ښځو پر کار بندیزونه او پر ښځو دننه په هیواد او بهر ته د اوږدو سفرونو په برخه کې محدودیتونو ته په اشارې ویلي چې د ښځو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونې په برخه کې د طالبانو د سرغړونو لیست ډیر اوږد دی او لا هم د پراخیدو په حال کې دی.

د بشري حقونو د څار د ډلې د ښځو د چارو مسولې د شپږو هیوادونو چې په وینا یې " خارجي فمینیستي سیاست ته ژمن دي" لکه کاناډا، فرانسه، جرمني، مکسیکو، ناروې او سویډن څخه غوښتي چې ددغه بهیر مشري دې وکړي. هیدر بار ویلي چې د امریکا متحده ایالات چې په تیرو شلو کلنو کې یې افغانستان نړیوالې ټولنې د هڅو مشري کوله هم د دې کار لپاره دا هیوادونه وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.

XS
SM
MD
LG