د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هیوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو، د حکومت په جوړښت او قوانینو کې مداخله نکوي 


د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ نیټه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې وویل چې افغانستان هغو نړیوالو معیارونو او مکلفیتونو ته ژمن دی چې له اسلامي شریعت او فرهنګي معیارونو سره په ټکر کې نه وي او د افغانستان ملي ګټو ته زيان ونه رسوي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "مونږ له ټولو هیوادونو غواړو چې د نه مداخلې نه بدلیدونکي اصل ته ژمن پاته شي او زمونږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ټولې هڅې، په شمول زمونږ د حکومتدارۍ او قوانینو جوړښت او څرنګوالی، بندې کړي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه غونډه وکړه او یو ځل بیا یې د ټول شموله حکومت پر جوړولو او افغان میرمنو او نجونو د کار او زده کړو پر حق د محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې لګولي محدودیتونه دې لغوه کړي. او د ملګرو ملتونو د یو غړي هیواد په توګه خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاته شي.

د طالبانو په بیان کې راغلي: "مونږ ټینګار کوو چې افغانستان د امنیت د تامین، د سرحدونو خوندي کول، د ګواښونو د رامنځته کیدو مخنیوی، عدالت ته د لاسرسي، د قاچاق پر وړاندې مبارزه او د نشه یي توکو د له منځه وړلو په ګډون خپل نړیوال مسولیتونو ته ژمن دی."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د راپور د یوې برخې ستاینه شوې چې په کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي، اقتصادي ثبات، د فساد د له منځه وړلو، د عوایدو راټولولو، د معاشونو ورکړې، د امنیت تامین او د داعش پر وړاندې مبارزې په ګډون مثبت بدلونونه په کې اشاره شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ددغو مثبتو ټکو د بیانولو په ترڅ کې د طالبانو حکومت "منزوي او استبدادي" وباله او وویل چې د دغه حکومت غړي ټول "سړي" دي او نږدې ټول یې "پښتانه" دي. هغې ټینګار وکړ چې د یو ټولشموله حکومت نشتون افغانستان د بې ثباتۍ پر لور بیایي.

هغې وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له خورا پیچلي وضعیت سره مخ دي. طالبانو د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکي له کوم دلیل پرته له کار کولو منع کړي او غوښتنه یې کړې چې په دې دفترونو کې دې د ښځو پر ځای نارینه کارکونکي کار وکړي، چې د هغوی دغه غوښته ملګرو ملتونو رد کړې ده.

اغلې اوتنبایووا له طالبانو وغوښتل چې که غواړي د رسمیت پیژندلو پر لور یې ګام پورته شي او د ملګرو ملتونو ادارې په اغیزناکه توګه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، باید دغه بندیزونه لغوه کړي. د هغې په وینا که داسې ونشي د طالبانوپه رسمیت پیژندل به "تقریباً ناممکن" وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د بشردوستانه مرستو مؤثره رسول د نړیوالو قوانینو له مخې د ښځو په ګډون ټولو بشردوستانه سازمانونو ته بشپړ، ګړندی، خوندي او بې خنډه لاسرسي ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی د پخوانیو محدودیتونو سربیره، د ملګرو ملتونو په فعالیتونو منفي او جدي اغیزه کړې او د افغانستان لپاره د بشري مرستو د کمښت لامل شوی.

XS
SM
MD
LG