د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې رد کړې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې رد کړې او دغه ډله یې د پاکستاني پوځیانو او ملکي وګړو په وژلو تورنه کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د جون په ۲۲ (چنګاښ اول) په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل چې د "پاکستان حکومت به له هغو کسانو سره خبرې ونه کړي چې د پاکستاني ملکي وګړو او د امنیتي مسولینو په وژنه کې لاس لري."

دمخه تر دې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز سره په مرکه ویلي وو چې د دوی حکومت د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.

دا پداسې حال کې دي چې تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ته نژدې سرچینو امریکاغږ ته ویلي چې د پاکستاني قومي مشرانو یو پلاوی د پاکستاني طالبانو د مشرانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی دی.

خو تراوسه دا خبر په رسمي ډول د پاکستان د حکومت او د طالبانو د حکومت له خوا تائید شوی نه دی او نه هم تحریک طالبان پاکستان ډلې په رسمي ډول په دې اړه تراوسه څه ویلي دي.

په تیر ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان د ډلې ترمنځ په کابل کې د سولې د خبرو په پای کې دواړو خواو تر نامعلومې مودې پورې په اوربند باندې موافقه کړې وه.

خو د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د اوربند د ماتیدو وروسته "ټي ټي پي" بیرته په پاکستان کې خپل عملیات پیل کړل. ددې دمخه هم په کابل کې د دواړو خواو ترمنځ د سولې په اړه تماسونه نیول شوي و، خو کومه پایله یې نه لرله.

د روان ۲۰۲۳ کال فرورۍ د میاشتې په ۲۲ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت د چارواکو سره په کتنه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې ډول د داعش او تحریک طالبان پاکستان د ډلو د فعالیتونوپه اړه خبرې کړې وې. په دغه پلاوي کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې "آی ايس آی" مشر جنرال ندیم انجم هم شامل و.

د روان کال د مۍ په مياشت کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي هم د يو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر کړی وو. ښاغلي متقي پاکستان ته د خپل سفر په مهال ویلي وو، په کار دي، چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د پاکستان د قومي مشرانو دغه پلاوی په داسې حال کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د مشرانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی، چې د طالبانو حکومت ویلي، چې د ډیورنډ د کرښې له اوږدو د پاکستان د قبایلي سیمو کډوال له دغو سیمو وړاندې د افغانستان په یو شمیر لیرو پرتو ولایتونو کې ځای په ځای کوي.

د طالبانو حکومت د جون ۴ (غبرګولي۱۴) اعلان وکړ، چې پلان لري زرګونه پاکستاني کډوال چې په سرحدي ولایتونو کې پراته دي، د هیواد نورو سیمو ته ولیږدوي ځکه شک کیږي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پیښو ډیروالی د همدې کډوالو له کبله دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل چې دغه کډوال اوس مهال د خوست، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې پراته دي چې د پاکستان سره ګډه پوله لري.

ښاغلي مجاهد پرته لدې چې د پلان په هکله نور جزیات ورکړي وویل چې د پلان له مخې به دا کډوال د افغانستان نورو ولایتونو ته ولیږدول شي تر څو یقیني شي هغوي سرحدي کرښو ته لاسرسی ونلري او نه هم په هغو بریدونو کې لاس ولري چې په پاکستان کې دننه کیږي.

مجاهد دا ونه ویل چې دا کډوال به کومو ولایتونو ته ولیږدول شي.

د تیرې مۍ د میاشتې په ۲۵ د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې پرته له دې، چې د کوم هیواد یا ډلې نوم واخلي ویلي و، چې د طالبانو مشر ورته امر کړی، چې هغه هیوادونه، چې د خپلو اتباعو سره په خپلو هیوادونو کې ستونزې لري هغوی دې د افغانستان سره ددغسې هیوادونو له سرحدونو شاته کړای شي.

مولوي عبدالکبیر وویل: "د امیرالمومنین له خوا کلک هدایت دادی، چې په ځینو سرحداتو کې هغه ملکونه، چې مشکلات له خپلو خلکو سره لري هغه سرحدونه مونږ باید داسې کړو، چې هغه خلک شاته کړو سرحدونه کنټرول وي، چې زمونږ له خوا چاته ضرر نه وي".

مولوي عبدالکبیر ویلي و، چې حکومت یې د دوحې تړون ته ژمن دی او زیاته کړې و، چې هیڅوک دا نشي ثابتولی، چې د طالبانو د حکومت په اجازه باندې دې یو څوک یا پاکستان ته تللی وي عملیات یې کړي وي یا چین ته یا تاجیکستان ته یا اوزبیکستان ته تللي وي.

XS
SM
MD
LG