د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په افغانستان کې د 'متامفتامین' د تولید او قاچاقو د زیاتیدو راپور رد کړ


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې متامفتامین تولید او له دغه هیواد څخه یې نړیوال مارکیټ ته د قاچاق د زیایدو په اړه د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادو د ادارې (UNODC) راپور له حقیقت څخه لیرې بللی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ جون۲۷ (چنګاښ شپږم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق په وړاندې په جدي مبارزه ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې څخه یې په دې برخه کې مرستې غوښتنه کړي ده

په اعلامیه کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې ذکر شوې ادعا چې ګواکې په افغانستان کې د متامفتامین تولید او له افغانستان څخه یې نړیوال مارکیټ ته قاچاق لوړ شوی دی، ناسمه او له حقیقت څخه لیرې بولي."

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو د ادارې (UNODC) د یکشنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ څلورم) په یو راپور کې ویلي، چې افغانستان د مخدره موادو "متامفتامین او هیرویین" په لوی مرکز بدل شوی او اکثره دغه مخدره مواد له دغه هېواد څخه بهر قاچاق کېږي.

دا مواد په افغانستان کې معتادین هم کاروي او هلته د «شېشه» په نوم پېژندل کېږي. دا مواد ډېر روږدی کوونکی دي او د انسان په عصبي سیستم باندې ناوړه او تلپاتې اغیز کوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې د "متامفتامین" مخدره موادو له ضبط څخه ښکاري چې‌ په افغانستان کې د مخدره موادو په عوایدو ولاړ اقتصاد په بدلېدو دی.

د ملګروملتونو په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان د شاوخوا څلور میلیون معتادینو په لرلو او د معتادینو د درملنې د کافي مراکزو د نشتوالي له کبله دا هېواد له یو لوی روغتیايي مشکل سره مخامخ دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې له افغانستان سره دې د مخدره موادو سره د مبارزې، بدیل معیشت، د معتادینو په درملنه او دغه هیواد ته له بهر څخه د مخدراتو د تورید د مخنیوي په برخو کې مالي او تخنیکي مرستي وکړي.

دغه وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د مخدره مږادو سره د مبارزې موضوع د ټولو هیوادونو لپاره یوه مشترکه ننګونه بولي او په اړه یې همغږي اړینه ګڼي، د نړیوالو سازمانونو سره هر ډول همکاریو او رغنده خبرو ته چمتو دی.

ملګرو ملتونوپه دغه راپور کې ویلي دي، چې په نړۍ کې "کوکاینو" ته تقاضا زیاته شوې او د "متامفتامین" تولید او قاچاق هم د دغه موادو له اصلي بازارونو څخه د باندې زیات شوي دي.

د راپورونو په اساس، په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر، چې د مخدره موادو له کبله د پیدا شویو اندېښنو څخه کړېږي، ۳۹.۵ میلیون ته رسېدلی او یوازې ۲۰ فیصده یې د درملنې امکانات لري.

د طالبانو مشر هبت الله ا خندزاده تېره اوونۍ په یوې اعلامیې کې ادعا کړې وه، چې حکومت یې یو لړ "رغوونکي او مثمر" اقدامات کړي، چې له کبله یې په افغانستان کې د مخدره موادو کښت صفر شوی دی. هغه ویلي چې "د مخدره موادو هر ډول تورید، تولید او استعمال" په افغانستان کې منع شوی دی.

XS
SM
MD
LG