د لاس رسي وړ اتصالات

کوکنار ځکه نه کرو چې حرام دي او ضرر رسوي – یو کروندګر 


کوکنار ځکه نه کرو چې حرام دي او ضرر رسوي – یو کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

په لغمان کې یو شمیر کروندګر وايي، کوکنار پدې خاطر نه کري چې ضرر لري او که څه هم ګټه یې د نورو فصلونو نه ډیره ده خو ټولنې ته د تاوانونو د اړولو نه د ځان ساتلو په خاطر ددغه بوټي له کر ډډه کوي. 

په لغمان کې یو شمیر کروندګر وايي، کوکنار پدې خاطر نه کري چې ضرر لري او که څه هم ګټه یې د نورو فصلونو نه ډیره ده خو ټولنې ته د تاوانونو د اړولو نه د ځان ساتلو په خاطر ددغه بوټي له کر ډډه کوي.

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې کروندګر وايي، سره له دې چې په سبزیجاتو کې وخت ناوخت تاوان هم کوي، خو د کوکنار کر ته زړه نه ښه کوي.

د قرغیو یو کروندګر قسیم وايي: "په دې يې نه کرو چې کوکنار حرام دي او بل ضرر رسوي ځوانانو ته زمونږه، ګټه به يې زیاته وي خو حرام دي ".

قسیم په دې ولسوالۍ کې په شا و خوا نیم جریب ځمکه کې ټینډې کرلي، چې په خبره یې دا د غریبو د وسې ترکاري ده، چې اخلي يې.

هغه وویل:" ټینډې ښه حاصل ورکوي نن سبا څوک د لېړو او نور ترکاریو وس نه لري هم دا ټینډې اخلي. ګټه هره ترکارۍ کې شته خو دا په دې ښه ده چې لږ مخکې وځي."

هغه اندېښمن دی، چې سر له اوسه د ټینډو د پلور بازار ډېر ټیټ دی، چې یو پاکټ په ۱۵۰ افغانۍ دی، چې په وینا يې که نور سبزیجات ورسره ووځي نو د دې نرخ به لا ښکته شي.

د قسیم په خبره، چې ځمکه يې د کال په غنمو اجاره نیولې، په خبره يې د ټینډو حاصلات ممکن خپل لګښتونه هم پوره نه شي کړلی.

قسیم په ورته مهال ګیله کوي، چې له شاخوا ۱۵ کالو راهیسې دهقاني کوي، خو تر اوسه يې هیڅ حکومتي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغه وايي، تخمونه، سرې او نور ټول يې په شخصي لګښتونو کړي، چې ډېره کله خو تخمونه خراب ووځي نو بیا حاصلات ټول تاوان وي.

نوموړی غوښتنه کوي، چې ورسره دې د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نورې مرستې وشي، چې ورسره به د دوی حاصلات ښه او په خپل اقتصاد ودرېږي.

د طالبانو حکومت تیر کال د کوکنارو کرل بند کړ خو بیا هم سږ کال د افغانستان په مختلفو سیمو کې کوکنار کرل شوي وو.

XS
SM
MD
LG