د لاس رسي وړ اتصالات

دایکندي کې د نسیم راډیو مسوول مدیر د طالبانو له بند څخه ازاد شو


د نسیم راډیو پخوانی مسوول میدیر سلطان علي جوادي( عکس د افغانستان خبریالانو مرکز)
د نسیم راډیو پخوانی مسوول میدیر سلطان علي جوادي( عکس د افغانستان خبریالانو مرکز)

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دایکندي په ولایت کې د طالبانو له بند څخه د نسیم په نوم د یوې سیمه ییزې خصوصي راډیو د مسوول مدیر سلطان علي جوادي د خوشې کیدو خبر ورکړی او ویلي چې ددغه خبریال نیول له پیل څخه د رسنیو د قانون په خلاف و.

دغه مرکز د جمعې د ورځې ناوخته اپریل شپږم (وري ۱۸) په یوه اعلامیه کې د سلطان علي جوادي میرمنې نجیبه واحدي له قوله ویلي چې جوادي د جمعې د ورځې غرمه مهال د خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

په دې اعلامیه کې د میرمن واحدي له قوله ویل شوي: "میړه یې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت د بخښنې د فرمان په اساس له زندان څخه خوشې شوی دی."

سلطان علي جوادي د طالبانو په زندان کې د ۱۳۴ ورځو او شپو د تیرولو وروسته خوشې شوی دی. هغه د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۱۶ ورځ د دایکندي په ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و او په توفیف کې د ۱۷ ورځو تیریدو وروسته ددغه ولایت زندان ته انتقال شوی و.

سلطان علي جوادي د دایکندي د ولایت په مرکز نیلي کې د طالبانو لومړنۍ محکمې د نظام پر خلاف د تبلیغاتو او " بهرنیو او کافرو هیوادونو ته د جاسوسۍ" په تورونو د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ په ۲۰ په یو کال بند محکوم کړی وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د سلطان علي جوادي د خوشې کیدو د هرکلي په ترڅ کې ویلي: "ددغه خبریال نیول او د ۱۳۴ ورځو لپاره په زندان کې د هغه اچول د هیواد د رسنیو د قانون خلاف اقدام ګڼي او دا مرکز په دې باور دی چې په کار نه و چې د هغه ازادي په هماغه پیل کې سلب شوی وی."

دغه مرکز یو ځل بیا د رسنیو د قانون په پلي کیدو ټینګار کړی او ویلي دي چې باید خبریالان او رسنۍ د ګواښ او کاري محدودیت سره مخ نشي.

د طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول په افغان خبریالانو او رسنیو باندې فشارونه زیات کړي دي او په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلنو کې یې په مختلفو وختونو یې منقدین، سیاسي مبصرین، استادان، خبریالان او د بشري حقونو ملاتړي او مدني فعالان نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

د خبریالانو د ملاتړ ادارو ویلي چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د خبریالانو او رسنیو د فعالیتونود محدودولو لپاره ۱۶ لارښوونې خپرې کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د عدالت غوښتنی حرکت ددې وړاندې ویلي و چې په دغه هیواد کې د بیان ازادي په بې ساري ډول محدوده شوې ده او خبریالان د هیواد د روانو سیاستونو تر اغیز لاندې راغلي دي.

په خپله د ځان سانسورول، معلوماتو ته نه لاس ته رسی، د خبریالانو د نیولو او ځورولو په اړه د طالبانو د حکومت د ادارو ځواب نه ویل د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان خبریالانو په نورو ستونزو کې شمیرل کیږي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د مارچ په ۱۳ ( کب ۲۳) په یو راپور کې د طالبانو له خوا په خبریالانو باندې د محدودیتونود لګیدو په زیاتیدو باندې اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي و چې په افغانستان کې د رسنیو د ځپلو اقداماتو شدت موندلی دی.

ددغه سازمان د ۲۰۲۳ کال د یو راپور له مخې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د اقتصادي ستونزو سربیره په رسنیو باندې فشارونه زیات شوي دي او د همدې له امله د ۵۴۷ رسنیو له ډلې چې واک ته د طالبانو د رسیدلو دمخه یې په افغانستان کې فعالیت کوه ۸۰ تلویزیوني شبکو،۱۳۷ راډیو سټیشنونو او ۱۳ خبري اژانسونو خپل فعالیت بند کړی دی.

همداشان دغه سازمان ویلي چې په دغه موده کې د ښځینه خبریالانو په ګډون په سلګونو خبریالانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG