د بشري حقونو د څار سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ضد خپل «ځپونکي اقدامات زیات کړي» دي او حکومتونه باید د دغو اقداماتو د مخنیوي لپاره په طالبانو فشارونه زیات کړي.
په راپور کې ویل شوي دي چې طالبانو په افغانستان کې «نوي سخت قوانین صادر کړل چې د ښځو د تګ راتګ ازادي او عامه ځایونو ته لاسرسی لا نور هم» محدودوي.
په راپور کې، چې د دغه سازمان په ویبسایټ کې خپور شوی، د افغانستان لپاره د دغه سازمان د څېړونکې فرشتې عباسي له خولې ویل شوي: «حکومتونه باید پر طالبانو فشار راوړي څو خپلې وېروونکې سرغړونې پای ته ورسوي... د طالبانو بې دریغه ځپنه باید حکومتونه دې ته مجبور کړي څو په افغانستان کې د درنو (سنګینو) جرمونو د ټولو مسوولینو د حساب ورکولو د هڅو ملا وتړي.»
طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو او همدغه راز کار، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي مشارکت او ازاد تګ راتګ باندې بندیزونه لګولي دي.
طالبان ادعا کوي چې د «شرعیت او افغان فرهنګ» په اساس، ښځو او نجونو ته حقوق ورکوي، خو د بشري حقونو ډلې دا بندیزونه د «جنسیت په اساس تبعیض» بولي او د لېرې کولو غوښتنه یې کوي.
د بشري حقونو د څار دغې څېړونکې همدغه راز ویلي چې د طالبانو حکومت «نوي مقررات پلي کړي چې د رسنیو ازادي لا نوره هم محدودوي».
طالبانو په افغانستان کې په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیو د شاوخوا ۱۰ ملاتړو ادارو او بنسټونو جوازونه لغوه کړل او کارونه بند کړل.
طالبان ادعا کوي چې د دغو ادارو شمېر زیات او «فعالیتونه یې اغیزناک» نه وو. خو د رسنیو ملاتړي ادارې وايي چې طالبانو په رسنیو باندې د محدودیت د زیاتولو او خپل کنترول د لا ټېنګولو لپاره دا کار کړی، دغو ادارو د طالبانو دا اقدام غندلی دی. طالبانو همدغه راز په ډېرو ولایتونو کې په تلویزونونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو هم بندیزونه لګولي دي، د رسنیو د ملاتړو ادارو دا د رسنیو د ازادۍ محدودول بولي او غندلی یې دی.
د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې همدغه راز د افغان کډوالو مسئله هم یاده شوې او ویل شوي دي چې «هېڅ هېواد باید هغه افغانان په زور بېرته وانه استوي چې له ځورونې یا یې ژوند له ګواښ سره مخ کېدای» شي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي له لسو میلیونو څخه ډېر افغانان چې د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا څلورمه برخه جوړوي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي، او میلیونونه نور د افغانستان دننه له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵ کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۶ میلیون څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي یا بېرته ستانه شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې راستنېدونکي افغانان له ګڼو ستونزو لکه د سرپناه نشتوالی، د کار نه موندل، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته نه لاسرسی او په خپلو سیمو او بانډو کې د بیا ګډېدو او ادغام له ستونزو سره مخ دي.
فورم \ دبحث خونه